BBC
 شاته

د حزب اسلامي مشر "حکمتیار لغمان کې دی"

ګلبدین حکمتیار د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تېر سپټمبر کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

بي بي سي ته یوې معتبرې دولتي سرچینې ویلي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په لغمان ولایت کې دی. خو زیاتوي چې نوموړي تر اوسه له عامو پلویانو سره لیده کاته نه دي پیل کړي.

ویل کېږي چې ښاغلی حکمتیار په را روانو څو ورځو کې په لغمان یا جلال اباد کې له خپلو پلویانو سره وویني.

پر همدې مهال د لغمان ولایتي شورا منشي ظاهر حسین خیل هم مني چې ګلبدین حکمتیار په دغه ولایت کې دی.

له تېرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې وې چې ښاغلی حکمتیار په لغمان کې دی او له همدې کبله امنیتي تدابیر نیول شوي.

متین احساس چې د مهترلام اوسېدونکی دی وايي "له څو ورځو راهیسې په ښار کې پولیس ډېر شوي، تلاشۍ هم ډېرې شوي او د افغانستان بیرغونه د ښارونو په ډېرو ځایونو کې را ځوړند شوي دي "

پر جمعه د حزب اسلامي زندانیان خوشي کېږي

د ګلبدین حکمتیار ژوند لیک

"د حکمتیار راتګ طالبان سولې ته هڅولی شي"

رپوټونه وايي ښاغلی حکمتیار به په جلال اباد یا لغمان کې خپلو پلویانو سره له کتنې وروسته کابل ته ولاړ شي.

د کابل په ځینو واټونو او د کابل- جلال اباد پر لویه لاره هم د حکمتیار ځینې لوی عسکونه لګېدلي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تېر سپټمبر کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې، ښاغلي حکمتیار ژمنه کړې چې د حکومت ضد وسله واله مبارزه به پای ته رسوي او د ده له ګوند سره تړلي ټول وسله وال به په جګړو کې برخه نه اخلي.

افغان حکومت له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لویه لاسته راوړنه بولي او هیله ښيي چې د حکومت نورې وسله والې مخالفې ډلې به هم په همدې پله پل کېږدي.