مصر کې ۳۵۰۰ کاله لرغونی قبر
مصر کې داسې قبرونو ته ورځو چې لرغوني مومياوې په کې دا تېره نژدې موده راسپړل شوې چې هيله ده له ستونزو سره مخامخ سيلاني به وغوړوي.
په مصر کې لرغونپوهان وایي د درې زره او پنځسوه کاله لرغونی قبر یې موندلی چې ګڼ شمېر مومیایي شوي مړي په کې شته.
په دې موندنه کې رنګين تابوتونه او له سرو زرو ډېرې مجسمې هم شته. داسې اټکل کېږي چې دا قبر به د یو نامتو او جګپوړي کس وو چې د قاضي دنده یې درلوده. خو د نورو موندنو په څېر دې موندنو ته د غلو لاس نه دی وررسېدلی.