شاته

د پاکستان پوځ وايي څلور طالبان يې اعدام کړل

د پاکستان پوځ وايي د سه شنبې په ورځ یې څلور طالبان اعدام کړل. یوې پوځي محکمې دا طالبان په مرګ محکوم کړي وو.

د اعدام کړل شویو طالبانو نومونه رحمان الدین، مشتاق خان، عبیدالرحمان او ظفراقبال ښودل شوي او د پاکستان پوځ ادعا کوي چې دغو کسانو په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه او نور جرمونه یې کړي وو.

د پاکستان پوځ وايي د همدغې میاشتې په ۱۲ نېټه یې دوه نور پاکستاني طالبان هم په دار کړي وو. خو د دغو نویو کسانو د اعدام ځای نه دی ښودل شوی.

تېرکال په پېښور کې پر پوځي ښونځي له برید وروسته، چې شاوخوا ۱۵۰ کسان په کې ووژل شول، پاکستان پوځي محکمې جوړې کړې، بشري حقونو دا کار وغنده خو پاکستان وايي له یو غیرعادي حالت سره مخامخ دی او باید همداسې ګامونه واخیستل شي.

د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وايي تېرکال د نړۍ ۹۰فیصده اعدامونه په چین، ایران، ، سعودي، عراق او پاکستان شوي دي.

د ماین چاودنه

په همدې حال کې د پاکستان په کرمه ایجنسۍ کې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي. برید په یو موټر باندې شوی او پاکستاني طالبانو یې هم مسولیت اخیستی دی.

یو سیمه ییز چارواکي عارف خان اسوشیتد پرس ته وویل د پېښې په سیمه کې شعیه ګان زیات دي او معمولا دا ډول پېښې په کې کیږي. په وژل شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي او لږ تر لږه ۱۳ نور کسان ژوبل شوي دی.

د پاکستان د پوځ یوې څرخي الوتکې زخمیان روغتون ته انتقال کړي دي ځکه چې په سیمه کې روغتیايي خدمتونه کم دي. د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې د دغه برید مسولیت اخیستی دی.

وسله وال طالبان، داعش او ځینې نورې اورپکې ډلې په افغانستان او پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

افغانستان په وار وار پاکستان تورن کړی چې په افغانستان کې د اورپکو ډلو ننګه او مرسته کوي، خو پاکستان یوازې نه چې دا تور نه مني، بلکې ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو ځینې ډلې په افغانستان کې دي او له هغه ځای نه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.