BBC
 شاته

۲۰۹ شاهین قول اردو کې له برید وروسته د سترګو لیدلی حال

Image caption د سرتېري خبرو ته لا غوږ وو چې د مطبوعاتو مسؤول د ننه راتلو بلنه راکړه.

د دوشنبې په ورځ ګهیځ اته بجې د بي بي سي له خبري ډلې سره ۲۰۹ شاهین قول اردو ته ولاړم. د ننوتلو دروازه کې د قول اردو د قومندان اجازې ته په تمه وو. هلته مو د پوځ له سرتېرو سره د زړه خواله وکړل. دوی راته وویل د جمعې په ورځ د ډېر ناوړه وضعیت شاهدان وو.

دوی راته ویل، برید کوونکي لومړی له دې دروازې د ملي اردو په دوو رېنجرو کې راغلل. د ملي اردو جامو کې یو کس چې سر یې په بنداژ تړل شوی و او د سیروم ستنه یې په لاس کې ښکارېده، موږ ته وویل شول چې دا سرتېری ټپي شوی او ژر باید د قول اردو د ننه ولېږدول شي.

د سرتېري خبرو ته لا غوږ وو چې د مطبوعاتو مسؤول د ننه راتلو بلنه راکړه. ده خپله هم په زړه کې د برید د ورځې ډېرې ناویلې کیسې لرلې.

+ پر قول اردو برید د ولسمشر پښې بلخ ته وڅکولې

+ ۲۰۹ شاهین قول اردو له برید وروسته

ویل یې په پوځي جامو کې په وسلو سمبال کسان په دې پلمه راغلل، چې ګني سرتېری ملګری یې ټپي شوی، خونریزي یې ډېره ده او جدي او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

ساتونکي د هغوی د اسنادو له ارزولو وروسته هغوی ته اجازه ورکوي، خو کله چې بریدګر درېیمې دروازې ته رسېږي، هلته باید خپلې وسلې وسپاري، خو برید کوونکي ټینګار کوي چې د ټپي وضعیت یې اندېښمنوونکی دی او ژر باید روغتون ته ولېږدول شي.

په دې وخت کې برید کوونکي د دروازې پر ساتونکي ډزې کوي، یو کس وژني او دوه نور ټپي کوي او دروازې ته ورڅېرمه جومات ته ځي.

یو بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي له جومات د راوتلو کسانو په منځ کې چووي او نور بریدګر د قول اردو د جومات او خوړنځي د ننه ځانونه رسوي. ډزې پیلوي او هرڅوک یې چې مخې ته ورځي سرپه ورباندې نه کوي.

Image caption د څو ورځو په تېرېدو لاهم هلته د مرمیو تولۍ پرتې وې.

د قول اردو قومندان جنرال مومند موږ ته وویل، کله یې چې د ډزو غږ واورېد، لومړی ګام یې دا و چې د وسلو د ډېپو امنیت خوندي کړي. بیا تر ده له ټیټ پوړو قومندانانو سره جومات ته نژدې کېږي چې پر بریدکوونکو کړۍ ورتنګه کړي او د جومات د ننه کسانو ژوند وژغوري.

د قول اردو د قومندان په وینا، د برید کوونکو شمېر تر لسو ډېر و او دوی [سرتېرو] نه غوښتل چې بریدګر له کړۍ ووځي. بالاخره له درې ساعته نښتې وروسته ټول بریدګر وژل کېږي او نښته پای ته رسېږي.

+ کرزی:‌ طالبانو ته نور ورور نه وایم؛ د افغانانو وژونکي ترهګر دي

کله چې قول اردو ته ننوتو، هرې خوا ته د برید نښې او ویجاړۍ معلومېده. له سرتېري مې په مرمیو د سوري شویو ځایونو په اړه وپوښتل، راته یې کړه چې دا ټول د جمعې د ورځې د برید نښې دي. په لاس یې ځمکې ته اشاره وکړه چې همدلته یې یو کس وواژه- هلته پر ځمکه د وینې څاڅکي هم ښکارېدل.

د څو ورځو په تېرېدو لاهم هلته د مرمیو تولۍ پرتې وې. کله چې جومات ته ننوتلو، هغه ځای پراخه ویجاړ شوی و چې ځانمرګي بریدګر پکې ځان الوځولی و. د جامو او بوټانو ټوټې هرې خوا لیدل کېدې.

د جومات پر دېوالونو هم د ډزو نښې ښکارېدې او سوري سوري شوي وو. بیا هغه خوړنځي ته ولاړو چې هېڅ داسې نه ښکارېده مخکې به دلته خوړنځی و.

Image caption د قول اردو خوړنځی پر یوې کنډوالې اوښتی و

یوه سرتېري د خوړنځي یوه کونج ته په اشارې راته وویل، یوه ځانمرګي دلته ځان والوځاوه او د ده ملګري یې ووژل او ټپیان کړل.

د قول اردو فضا ارامه، خو له وحشت او وېرې ډکه ښکارېده. که څه هم له برید څو ورځې تېرې وې، خو سرتېرو د هماغې خونړۍ ورځې کیسې کولې او ښکارېده چې ټوله اونۍ د خپلو ملګرو د وژل کېدو او ټپي کېدو کیسې کوي.

+ بلخ کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی

له ځینو هغو سرتېرو سره مو د زړه خواله پروخت وپوښتل - چې مخونه یې په خاورو سپېره ښکارېده - غواړي څه وکړي؟ راته ویل یې د خپلو همسنګرو ملګرو غچ به اخلي.

Image caption کله چې جومات ته ننوتلو، هغه ځای پراخه ویجاړ شوی و چې ځانمرګي بریدګر پکې ځان الوځولی و