'جګړو ۲۵ میلیون ماشومان له زده کړو "بې برخې" کړي'
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق "یونیسف" سازمان ویلي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې جګړو او شخړو ۲۵ میلیون ماشومان او زلمیان ښوونځیو ته له تګه محروم کړي دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې اوږدمهاله وسله والې شخړې په اوږدمهال کې د پراخو کلتوري ویجاړیو لامل شوې، په تېره بیا د افریقا لویه جنوبي صحرا کې یې سخته ویجاړي رامنځ ته کړې.
ملګري ملتونه: د لوی انساني ناورین مخه ونیسئ
یونیسف: د فرانسې جنګل پنډغالي یوازې کډوال ماشومان ولېږدوئ
راپور وايي، یوازې په سوېلي سودان کې ۷۵ سلنه زده کوونکي لومړنیو ښوونځیو ته نه شي تللی او په طبیعي ډول خپله زده کړه نه شي بشپړولای.
د یونیسف جوزفین بورن وايي، دا ستونزه "پر د کورنیو او ټولنو او د هغوی پر طبیعي جوړښت او اقتصادي اړیکو منفي اغېز کوي".
د یونیسف شمېرې ښيي، د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د شخړمنو سیمو د لومړنیو ښوونځیو ۲۰ سلنه زده کوونکي په عام ډول ښوونځیو ته له تللو بې برخې شوي.
که دغه ماشومان مناسبې زده کړې ونه کړي، نو غالباً د بې کارۍ او بې وزلۍ تر سرې کرښې به واوړي او ډېر کله به له سخت دریځو ډلو سره یوځای کېدو ته اړایستل شي.
چاد د هغو هېوادونو په نوملړ کې دی، چې تر ډېره له دې چارې اغېزمن شوی، هلته د لومړني ښوونځي نیمايي زده کوونکي ماشومان د وسله والو جګړو له کبله ښوونځیو ته له تللو محروم دي.
نایجریا کې هم د بوکو حرام او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړو په سیمو کې وضعیت دې ته ورته دی.
څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیون ماشومان له "لوږې" سره مخامخ دي
یونیسف وايي، د چاد په څېر یوه هېواد کې د زده کړې د ملاتړ لپاره دوی یوازې د ۴۰ سلنې بودیجې لګولو توان لري.
دغه اداره ټینګار لري چې د چاد او نایجریا ۹۰ سلنه بې ځایه شوي ماشومان ان په خپل ټول ژوند کې یوځل هم ښوونځیو ته نه دي تللي.