BBC
 شاته

'افغان حکومت کې د فساد ریښې ایستل کلونه وخت غواړي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یا ماموتو د اداري فساد پر ضد د مبارزو هڅو ته د ځانګړي شوي راپور د خپرولو پر مهال وویل، هیله من دی چې له فساد سره د مبارزې هڅې نورې هم اغیزناکې شي

ملګرو ملتونو په لومړي ځل په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې هڅې ارزولي او په دې برخه کې یې د افغان حکومت هڅې ستایلي دي.

د معافیت دود له منځه وړل، له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز علني محاکمې، د قانون د حاکمیت شورا جوړول، د شتمنیو ثبت او اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون توشیح هغه هڅې دي چې یوناما یې د روڼوالي ګټور ګامونه بولي.

هرات کې د اداري فساد ضد لاریون

سیګار- د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ

واشنګټن پوسټ: اداري فساد وسله وال مخالفين پياوړي کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یا ماموتو د اداري فساد پر ضد د مبارزو هڅو ته د ځانګړي شوي راپور د خپرولو پر مهال وویل، هیله من دی چې له فساد سره د مبارزې هڅې نورې هم اغیزناکې شي:

"فساد په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پرمختګ پر وړاندې یو خنډ دی، خو د افغانستان د راتلونکې او د وګړو د ښه ژوند لپاره یې حکومت ژمن دی چې له دې پدیدې سره به مبارزه کوي او په ټولو سکتورونو کې به یې له منځه وړي، نن زه ویاړم چې د عدلیې وزیر ته د فساد پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې د پرمختګونو په تړاو د یوناما لومړنی راپور سپارم. "

د یوناما مسولین وايي، فساد د افغانستان په ادارو کې داسې ریښې غځغولې چې خلک یې پر ادارو بې باوره کړي او بشپړ له منځه وړل یې کلونه وخت غواړي.

افغانستان پخوا په فساد د ککړو هیوادونو په دریمه درجه کې راته، خو د روڼتیا نړیوال سازمان وروستي کلني راپور وښوده چې افغانستان اومې درجې ته ښکته شوی دی.

د ملي یووالي حکومت له پيله ولسمشر غني هڅه وکړه چې د فساد داغ د افغانستان له تندي لرې کړي، داسې ښکاري چې دغو هڅو اوس د نړیوالو څه نا څه قناعت هم ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د یوناما نوی راپور نړیوالو ته د مثبت تصویر ورکولو یوه بیلګه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د فساد له منځه وړو ته هر اړخیزې هڅې لا روانې دي.

ښاغلي انور وویل، د افغانستان د جزا په نوي کود کې یې هم له فساد سره د مبارزې کنوانسیون اصول په پام کې نیولي او له نافذیدو سره به یې مبارزه لا ګټوره شي:

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان پر بیا رغونه د څار امریکايي اداره(سیګار) وايي، په دغه هیواد کې د اداري فساد د پراختیا یو مهم لامل د امریکا بېغوري او د سم څار نشتوالی و.

"د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کنوانسیون لپاره موږ یو څه فعالیتونه کړي، د افغانستان د جزا کود د عدلیې وزارت له خوا وروستی شوی او د دغه کنوانسیون اصول په کې په پام کې نیول شوي، دا د فساد پر ضد یو لوی ګام دی، مونږ باور لرو که د جزا کود نافذ شي، د فساد ضد مبارزه کې به یو بل لوی ګام واخلو. "

یوناما په خپل نوي راپور کې افغان حکومت ته سپارښتنې هم درلودې چې عمده هغه یې په ګمارنو کې وړتیاو ته پام کول، د فساد ضد مبارزې ستراتیژي جوړول او له فساد سره د مبارزه کوونکو د امنیت خوندیتوب دی.

سیګار: د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ