BBC
 شاته

'پاکستان' د مشال د وژنې ذمه وار دی

مشال خان
Image caption مفتي فضل امین چې د مشال د جنازې لمونځ له ورکولو يې انکار کړی و

مشال خان چې په ظاهره يې وژونکي د پوهنتون خپل ملګري دي، خو تر شا يې د پاکستاني ریاست هغه بیانیه او د توندلارو ډلو پټ او ښکاره ملاتړ یادېږي، چې ځوان کهول يې لارورکی کړی دی.

تر ډېره ددغه هېواد بیانیه په افغانستان او کشمیر کې د دوی په نامه د 'جهاد ' ملګرې او ملاتړې پاتې شوې، ځينې يې همدا د مشال خان د وژنې ذمه واره بولي، خو ځينې يې بیا مخاخ عکس ته ګوري، چې ولې ددغه هېواد امنيتي اورګانونو په سملاسي توګه د هغو بلواګرو مخه ونه نیوله، چې مشال يې واژه.

مفتي فضل امین هغه ملا دی، چې د مشال خان د جنازې د لمانځه له ورکولو يې ډډه کړې وه. له بي بي سي پښتو سره په يوه ځانګړې مرکه کې یاد مفتي هم پاکستان د مشال خان د وژنې لوی ذمه وار وباله.

د مشال خان د وژنې په تړاو دوه نور مشکوک کسان نيول شوي

"ځوانان دې د مشال خان انساني لار وپالي"

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د مشال خان وژنه غندلې

یاد مفتي چې نن هم په دې خبره ولاړ دی، چې مشال خان دین ته په سپکاوي تورن و، ځکه يې د جنازې لمونځ ونه کړ، خو وايي، که مشال داسې جرم کړی هم وي، نو ددغه ډول وژلو حق يې نه درلود او باید قانون ته سپارل شوی وای.

مفتي فضل امین زیاتوي، د مشال په وژنه کې ښکېلو کسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي، خو د ځان لپاره يې څه ونه ویل، چې د هغه ځوان د جنازې لمونځ له ورکولو یې ولې انکار کړی، چې لا هم پرې دین ته د سپکاوي کوم شواهد نه دي موندل شوي.

د مشال پلار اقبال شاعر ددې پوښتنې په ځواب کې چې د مشال قاتلان څوک دي، وویل، ''په ظاهره خو همدا خلک دي، چې په وېډيوګانو کې ښکاري، خو زما خیال دا دی، چې ددې تر شا پټ قوتونه هم دي، چې ددې نظام برخه دي ''.

د ښاغلي اقبال په خبره نظام، طریقه کار او قانون ټول باید له سره وڅېړل شي، چې کار په کوم ځای کې خراب دی او د پوهنتون محصلین ولې دومره وحشیان کېدلی شي.

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption مشال خان د پښتونخوا د مردان ولسوالۍ د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې زده کوونکی و، چې د روانې اپریل مياشتې پر ۱۳مه نېټه د یاد پوهنتون په سلګونو زده کوونکو دین ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وژلی و.

د ډېرو په باور د پاکستان له جوړېدو بیا تر اوسه پورې ددغه هېواد واکمنو اسلام او جهاد تل یوازې او يوازې د خپلې ګټې لپاره کارولي او د ښوونځيو په نصاب کې يې کرکې او د خپلې خوښې جهاد ورګډ کړی، چې په ځوان کهول کې يې زغم ختم کړی.

'د مشال جنازه مو له ټوپکو سره وکړه '

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون دغه ځوان چې کله د پوهنتون د خپلو ملګرو لخوا په وهلو ډبولو ووژل شو او بیا يې جنازه کور ته راوړه، نو د عیني شاهدانو په خبره څوک د هغه جنازې ته نه راتلل.

Image caption د شاعر او لیکوال شیرین یار یوسفزي په وینا، له پنځو نورو ملګرو او ټوپکو سره يې د مشال په جنازه کې داسې ګډون وکړ، چې ګواکې څوک د جنازې ګډونوالو په زوره له دې ځایه ونه باسي.

شاعر او لیکوال شیرین یار یوسفزی وايي، کله مو چې د مشال په نامه ددغه ځوان د مرګ خبر واورېد، نو سملاسي مو له ملګرو پوښتنه وکړه، چې جنازه به يې چېرې کېږي؟ ځکه چې د ښاغلي یوسفزي په خبره دغه تور اسان تور نه دی او دی په دې پوهېده، چې ګواکې ځينې کسان به د هغه د جنازې له ورکولو او خاورو ته سپارلو انکار وکړي.

د شیرین یار یوسفزي په خبره له پنځو نورو ملګرو او ټوپکو سره يې د مشال په جنازه کې داسې ګډون وکړ، چې ګواکې څوک د جنازې ګډونوالو په زوره له دې ځایه ونه باسي.

خو د ښاغلي یوسفزي په خبره له ټوپکو د هغه موخه بېخي دا نه وه، چې څوک ووېروي او له جنازې د جنګ ډګر جوړ کړي. دی زیاتوي، موخه يې یوازې او یوازې د يوه بې ګناه پښتانه زلمي جنازه او خاورو ته سپارل و.

د مشال قبر بې هدېرې او لاهم پرې پولیس ولاړ دي

مشال خان په کومه هدیره کې خاورو ته نه دی سپارل شوی، بلکې د هغه قبر پر خپله خاوره له نورو ټولو مړیو او هدیرې بېل دی. د مشال خان مشر ورور ایمل خان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ''مشال خان چې به کله کلي ته راغی، نو خاص د همدې قبر پر ځای به يې ډېره ناسته وه او همدلته به يې اکثره وخت خپله ډایري لیکله. ''

مشال وژنه: "د دین سپکاوی د وژونکو یوه پلمه وه"

یوه ملا جنازه نه کوله، بل يې پر ضد نعتونه غږول

د ایمل په خبره مشال خان یوه ورځ خپلې مورکۍ ته د همدې ځای په هکله ویلي و، چې که تاسو دلته نوی کور جوړاوه، نو خاص په همدې ځای به زما لپاره جونګړه جوړوئ.

ایمل خان له هدیرې لرې او پر همدې ځای د مشال خان د قبر جوړولو بل لامل دا یادوي، چې وايي، د دوی کورنۍ لس کاله وړاندې دا پرېکړه کړې، چې د کورنۍ غړي به همدلته خاورو ته سپاري او همدغه به يې هدیره وي.

تراوسه د پښتونخوا پولیسو د مشال خان د وژنې په تور کې تر دېرشو کسان نیولي، ځينو يې پولیسو ته منلې، چې دوی د مشال تر وژنې وروسته د هغه د مړي د سوځولو هڅه کوله. د مشال تر وژنې پوره یوه اونۍ وروسته لاهم دوه پاکستاني پولیس شپه او ورځ د هغه پر قبر ولاړ وي، چې څوک د هغه مړي سپکاوی ونه کړي.

د انځور حقوق KNN
Image caption د مشال تر وژنې پوره یوه اونۍ وروسته لاهم دوه پاکستاني پولیس شپه او ورځ د هغه پر قبر ولاړ وي، چې څوک د هغه مړي سپکاوی ونه کړي.

مشال خان د پښتونخوا د مردان ولسوالۍ د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې زده کوونکی و، چې د روانې اپریل مياشتې پر ۱۳مه نېټه د یاد پوهنتون په سلګونو زده کوونکو دین ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وژلی و.

خو د پښتونخوا د پولیسو او امنيتي چارواکو په خبره تر اوسه دوی داسې هېڅ شواهد لاهم نه دي موندلي، چې ګواکې مشال خان دي په رښتيا دین ته سپکاوی کړی وي.

"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"