شاته

د امریکا ولسمشر خپل چینایي سیال ته پر شمالي کوریا انتقاد کړی

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له خپل چینايي سیال شي جین پېنګ سره په ټېلیفوني خبرو کې د هغه څه په اړه چې دی یې د شمالي کوریا "دوامداره قصدي" کارونه بولي، انتقاد کړی دی.

د سپینې ماڼۍ له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د شمالي کوریا د اټمي توغندیو د پروګرام د خطر په جدیت ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې په ګډه د کوریا د غیر اټمي کولو لپاره هڅې کوي.

د امریکا متحده ایالاتو او چین ولسمشران یوه ورځ وروسته له هغه سره وغږېدل چې شمالي کوریا ګواښ وکړ چې د امریکا هغه الوتکې وړونکې بېړۍ به ډوبه کړي چې په ارام سمندر کې له دوو جاپاني بېړیو سره ګډ تمرین کوي.