"افغان زندانونو کې له شکنجې کار اخیستل کېږي"
د ملګرو ملتونو د یوه ریپوټ له مخې چې نن خپور شوی افغان چارواکي په ډېریدونکي ډول له مشکوکو او تورنو کسانو چې ماشومان هم په کې دی د اقرار اخیستلو لپاره له شکنجې کار اخلي.
په شکنجې کې، وهل ټکول، قفايي، برېښنايي شارټونه، خوب ته نه پرېښودل او د اعدامولو ګواښونه شامل دي.
سیما سمر: د افغانستان دولت د ربړونو مخنیوي هڅې ناکافي دي
ملګري ملتونه: افغانستان کې امنيتي وضعیت لا ډېر ترینګلی شوی
ملګري ملتونه: د افغانستان جګړو کې ۲۵۰۰ ملکي کسان وژل شوي
د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د دې ریپوټ لپاره له ۴۶۹ بندیانو سره مرکې کړي. له دې ډلې ۳۹ سلنې بندیانو د شکنجې په هکله کره معلومات ورکړي دي.
په ورته وخت کې افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما ثمر وايي، سره له دې چې د ربړونې کچه ټیټه شوې او د شکنجې منع کولو لپاره ښه قوانین وضع شوي، لا هم شکنجه کول شته دي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي تېر کال یې د شکنجو نژدې ۹۰ پېښې ثبت کړي چې ډېری یې د افغان پولیسو لخوا شوي دي.
د بشري حقونو کمیسیون وایي، په دغو امنیتي ادارو کې د شکنجې د عاملینو پېژندل ګران کار دی، خو هغه چې په دې تور دولت ته ورپېژندل شوي "ځینې کسان له خپلو دندو لرې شوي او یا هم ترفېع نه ده ورکړل چې زموږ په نظر بسنه نه کوی."
افغان حکومت په امنیتي ادارو کې له تورنو او مشکوکو کسانو سره ناوړه چلند او شکنجې نه ردوي خو وايي چې د زندانونو مدیریت او له زندانیانو سره د چلند معیاري کولو لپاره هڅه کوي.
ټاکل شوې سبا او بله ورځ د ملګرو ملتونو د شکنجې د مخنیوي کمیټه د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې ورازوي.