د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما په شېکاګو کې خبرې کوي
د امریکا متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما نن وروسته له هغه چې له سپینې ماڼۍ وتلی د لومړي ځل لپاره په شېکاګو کې خبرې کوي.
اوباما چې کله ولسمشر و، وروستۍ وینا یې همدې ښار کې کړې وه.
د شیکاګو ښاروال راهم ایمانویل وویل، ویاړي چې بارک اوباما د پخواني ولسمشر په توګه خپله لومړۍ وینا شیکاګو کې کوي او د واک پرمهال یې هم وروستۍ وینا په همدې ښار کې کړې وه.
د اوباما یوه پخواني سلاکار ډیوډ ازیرلود ویلي چې اوباما به د شیکاګو په پوهنتون کې یو شمېر ځوانو رهبرانو او د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړي.
په دغه پوهنتون کې به د اوباما په نوم یو کتابتون هم پرانېستل شي.