شاته

د سرې غوښې خوړل انسان د وخت نه مخکې وژني

په امریکا کې خلک په اوسط ډول غوښه ډیره خوري په ځانګړي ډول سره غوښه. خلک خوښه پدې خاطر خوري چې پروټین پکې زیات دي. خو په یوې تازه څیړنې کې دا ثابته شوې چې که چیرته خلک غواړي چې عمر یې زیات وي او ښه صحت ولري، باید چې د پروټین د اخیستلو لپاره سبزیجات وخوړل شي.

په امریکا کې د همبرګر نوم دومره عام دی او خلک یې پیژني لکه څومره چې د خپلواکۍ د ورځې رخصتي پيژني. خلک په امریکا کې همبرګر بیخي زیات خوري خو یوه نوې څیړنه وایي چې امریکایان باید چې خپل دا عادت بدل کړي.

دوه امریکایي ډاکټرانو غوښتل پوه شي چې حیواني او نباتي پروټین د خلکو په روغتیا څه اغیزه کولی شي. هغوي د خپلو څیړنو لپاره د دیارلس زره کسانو په هکله معلومات راټول کړل. ډاکټرانو د شلو کالونو لپاره دغو کسانو خوراک، د ژوند کولو طریقه او روغتیا څارله. د څیړنو مشري ډاکټر مینګیانګ سانګ او انډریو چن کوله. ډاکټر چن د څیړنو د نتیجې په هکله داسې وویل :

" هغه کسان چې حیواني پروټین یې زیات اخیستل، زیات د مرګ د خطر سره مخ و. په ځانګړي ډول د دې خطر زیات و چې هغوي به د زړه د ناروغۍ له وجې مړه شوی وای. "
د پروټینو کار په بدن کې د عضلو او هډوکو جوړول او قوي کول دي. په همدې خاطر ډیر مهم دي. خو په سره غوښه کې کلسترول بیخي ډیر وي چې د زړه د ناروغۍ د پیدا کیدو سبب کیږي. پدې څیړنه کې ډاکټرانو معلومه کړه چې د زړه د ناروغۍ د پیدا کیدو خطر په هغو کسانو کې بیخي زیات و چې هم یې سره غوښه ډیره خوړله او هم یې سګریټ وهل، شراب یې څښل او هیڅ سپورت یا ورزش یې نه کاوه.

ډاکټر چن وایي هغو کسانو چې د حیواني پروټینو پر ځای یې نباتي پروټین زیات خوړل، د دې احتمال ډیر لږ و چې هغوي بې وخته مړه شي.

" زمونږ په څیړنو کې معلومه شوه چې هغه کسان چې د حیواني پروټینو پر ځای یې نباتي پروټین زیات کارول، عمر یې زیات و. "

دغه څیړنه د جاما په روغتیايي مجله کې هم خپره شویده. ډاکټر چن او ډاکټر او ډله یې وایي یو دلیل یې چې ولې زیات خلک د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د زړه د ناروغۍ له وجې او یا د وخت نه مخکې مړه کیږي، همدا د حیواني پروټینو زیاته کارونه ده. پدې څیړنې کې ثابته شوه چې که چیرته یو انسان لس په سلو کې حیواني پروټین زیات کړي نو اته په سلو کې د دې خطر زیاتیږي چې د زړه د ناروغۍ له وجې به د وخت نه مخکې مړ شي.