شاته

د اسرائیلو صدراعظم: امریکا کې مو "غټ بدلون" احساس کړی دی

د اسرائیلو صدراعظم بین یامین نتنیاهو د جمعې په ورځ [اپریل ۲۱] په بیت المقدس کې د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس ته وویل چې د اسرائیلو خلک په امریکا کې "غټ بدلون" احساس کړی دی.

ماتیس د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کابینې لومړنی غړی دی چې له اسرائیلو څخه لیدنه وکړه.

نتنیاهو ویلي: "زه فکر کوم چې دې بدلون ته باید ښه راغلاست وویل شي. د امریکا په رهبرۍ او تګلارې کې ستراتیژیک بدلون راغلي دی."

د امریکا د دفاع وزیر له خپل سیال، افیګډور لیبرمن سره تر لیدنې وروسته له صدراعظم نتنیاهو او د اسرائیلو له جمهور رئیس سره وکتل.

د اسرائیلو د دفاع وزیر د شمالي کوریا، سوریې او ایران په مقابل کې د امریکا "څرګنده او قوي تګلاره" ستایلې ده.

د امریکا د دفاع وزیر اسلامپال وسله وال د اسرائیلو او متحده ایالتونو ګډ دښمن وبلل او ژمنه یې وکړه چې د سولې لپاره به له هرې لارې کار واخلي.

ماتیس په قطر کې

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتېس په قطر کی دی او د شنبې په ورځ یې [اپریل ۲۲] په دوحې کې ددغه هېواد له چارواکو سره لیدلي دي.

تر دې دمه د ماتیس او قطري مقاماتو د خبرو جزئیات خپاره شوي نه دي.

قطر ته له روانېدو مخکې جیم ماتیس له اسرائیلي مقاماتو سره په لیدنې کې تمه وښودله چې د سوریې او ایران پر وړاندې فشارونه نور هم زیات شي.