BBC
 شاته

پر شاهين قول اردو د طالبانو بريد

د افغانستان بلخ کې پر ۲۰۹ مې شاهين قول اردو د طالبانو پروني بريد کې د وژل شويو او ټپي شويو افغان سرتېرو کره شمېر په اړه بېلابېلې خبرې کېږي.

لومړيو شمېرو کې د وژل شويو سرتېرو شمېر له ۱۳۰ لوړ ښول شوی و، خو د افغان دفاع وزارت يوې اعلاميې بيا دا شمېر سل ښولی چې په وينا يې يا وژل شوي يا ټپيان دي.

طالبانو يوه اعلاميه کې ويلي بريد د دوی ځانمرګو کسانو کړی، چې پرون د جمعې پر ورځ قول اردو ته دننه ورننوتلي وو.

زموږ همکار امير بريال له مزار شريفه نور معلومات وړاندې کوي.