موصل کې لومړی ښکاره نندارتون
په داسې حال کې چې عراقي ځواکونه د موصل له لوېديځه د "اسلامی دولت" نومې ډلې د ايستلو په عمليات بوخت دي، يو سېمبوليک کنسرت د دغه ښار ختيځ کې جوړ شوی و.
يوازيني ويلون غږوونکي د ښار هغه لرغوني ځای کې يو ساعته موسيقي وغږوله چې د بمونو او چاودنو له لاسه په کنډواله اوښتی دی.