BBC
 شاته

اېکسپرس ټریبیون: تېره یوه اونۍ کې پېښور کې درې طالب پلوه ملایان وژل شوي

اېکسپرس ټريبيون:

پېښور جومات د انځور حقوق AFP

پاکستانۍ اېکسپرس ټريبيون ورځپاڼې د پېښور ښار د پوليسو په وينا ليکلي چې په دغه ښار کې د طالب پلويو ملايانو د وژنې تر شا ښايي داعش وي.

ورځپاڼه وايي، په تېره يوه اوونۍ کې په پېښور کې درې ملايان وژل شوي چې دوه يې افغانان و. د وژلو شويو ملايانو نومونه مولانا بهار صاحبزاده، ملاجليل او مفتي عبدالقيوم ښوول شوي. ورځپاڼه وايي، داعش تر اوسه يواځې د مولانا صاحبزاده د وژنې پړه منلې.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images

نيويارک ټايمز د "داسې ثبوت نشته چې د امريکا بريدونه دې د دغه هېواد سيالانو ته يو پيغام وي" تر سرليک لاندې يو مطلب کښلى.

ورځپاڼه وايي، د ټرمپ ادارې وينا دا ده چې د سوريې پر هوايي اډې توغنديز بريد او په افغانستان کې د تر ټولو ستر بم کارول له يوۀ پوځي ماموريته پراخه چاره وه.

د امريکايي چارواکو په وينا دا اقدام د ولسمشر ټرمپ د ټينگ هوډ او زورکارونې ته د نوموړي د زړه ښه کولو سېگنال يا نښه وه. د دوى په اند دا اقدام به د غليمانو مخنيوى وکړي.

ورځپاڼې د سبسشين گورکه په نامه د ولسمشر ټرمپ د يوۀ همکار څرگندونې راخيستې چې دا بريدونه يې آن د روسيې، ايران او شمالي کوريا مشرانو ته خبردارى بللى.

خو ورځپاڼه وايي، له پلټنو څرگنده شوې چې دا بې ځايه نظر دى.

ورځپاڼې د جانټن مرسر په نامه واشنگټن پوهنټون کې د يوۀ سياست پوه خبرې خپرې کړې. نوموړى وايي، د خبردارۍ سېگنال هغه وخت اغېزمن وي چې تر شاه يې پرله پسې عملي اقدام، وړتيا او هوډ وي، چې د ولسمشر ټرمپ ادارې کې داسې څه نه ښکاري.

مسکو ټايمز:

د انځور حقوق AFP

مسکو ټايمز ليکلي د سوريې د ولسمشر بشارالاسد بچيانو د روسۍ ژبې زده کړه پيل کړې. په مسکو کې د سوريې سفير ويلي ولسمشر اسد غواړي روسۍ ژبه يې په هېواد کې د دويمې ژبې دريځ خپل کړي. د رياض حداد په وينا د سوريې خلک غواړي په دې توگه د روسيې د ملاتړ مننه وکړي.

ښاغلى حداد وايي، ډېرى سوري کورنۍ اوس پر خپلو زامنو پوتين نوم ږدي.