د ننګرهار قومي مشرانو اشرف غني ته د داعش د یوه قومندان اس ورکړ
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ختیځ ننګرهار ولایت قومي او مذهبي مشرانو د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د یوه وژل شوي قومندان حافظ سعید خان اس د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ډالی کړی.
ارګ دا نه ده روښانه کړې، چې دغه اس څرنګه د ننګرهار سیمه ییزو مشرانو لاس ته لوېدلی.
په افغانستان او پاکستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې سخت دریځې ډلې مشر حافظ سعید خان د ۲۰۱۶ کال په جون میاشت کې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
نوموړي د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۰مه د داعش اړوند (خراسان) څانګه اعلان کړه.
د دغې ډلې د لیدلوري پربنسټ، د "خراسان ولایت" په قلمرو کې افغانستان، پاکستان او "شاوخوا سیمې" شاملې دي.
د خراسان ولایت مشرانو د "اسلامي دولت" نومې ډلې له مشر ابو بکر البغدادي سره د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشتې وروستیو کې بیعت وکړ.
حافظ سعید مخکې له دې چې له داعش سره یوځای شي، د "تحریک طالبان پاکستان" ډلې جګپوړی غړی و او د ۲۰۱۵ په جون میاشت کې یې له ابو بکر البغدادي سره بیعت وکړ.
دا هم ولولئ: