BBC
 شاته

پر قول اردو برید د ولسمشر پښې بلخ ته وڅکولې

د انځور حقوق AFP/Getty Images

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو له خونړي برید وروسته ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ته تللی دی.

د تېرې جمعې پر ورځ ( غويي دویمه) د طالبانو په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبالو بریدګرو د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر قومندانۍ ډله ییز برید وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په برید کې د ملي اردو تر ۱۰۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ټپیان دي، خو د وژل شویو دقیق شمېر یې نه دی اعلان کړی.

بلخ: پر شاهین قول اردو بريد کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي

یاد وزارت وايي، هره شېبه د مرګژوبلې شمېره بدلېږي.

چارواکو ویلي، بریدګر د ملي اردو رېنجرو او د سرتېرو په یونیفورم کې ورغلي، تر دوو تلاشیو تېر شوي خو په درېیمه کې یې تر پېژندل کېدا وروسته برید پیل کړی.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې. دوی پر خواله رسنیو د هغو بریدګرو یو ډله ییز انځور خپور کړی، چې د افغان پوځ جامې یې اغوستې او په وسلو سمبال ښکاري.

ویل کېږي بریدګر لس کسان وو، چې یو یې نیول شوی نور وژل شوي، خو ځینې رپوټونه وايي، ټول بریدګر وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ده. دغه قول اردو د افغانستان شمال او شمال ختيځو نهو ولايتونو د امنیت مسؤوليت پرغاړه لري.