BBC
 شاته

ایټالوی بایسکل ځغلوونکی میکایل سکارپوني د تمرین مهال ټکر کې مړ شو

Michele Scarponi د انځور حقوق Getty Images
Image caption سکارپوني د دوشنبې په ورځ یې د الپ غرونو مزل سیالي کې هم برخه درلوده

ایټالوی بایسکل ځغلوونکی میکایل سکارپوني د ورزشي تمرین پرمهال له موتر سره د ټکر په پایله کې د ۳۷ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د هغه لوبډلې استانا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی سکارپوني د ایټالیا فیلوترانو ښار کې خپل کور ته څېرمه له موتر سره ټکر کړی. نوموړي په ۲۰۱۱ کال کې د جیرو دې اېټالیا بایسکل ځغلونې سیالیو اتلولي وګټله او د البرتو کانتادور ځای یې ونیوه او د دوشنبې په ورځ یې د الپ غرونو مزل سیالي کې هم د لومړۍ درجه ورزشکارانو په ډله کې راغۍ.

استانه لوبډلې د هغه مړینه "تر هغه څه ډېره لویه تراژیدي" بللې چې ولیکل شي. لوبدلې هغه یو "لوی اتل" او "ځانګړی شخص" بللی او زیاته کړې یې ده چې د استانه پرو لوبډله د میکایل کورنۍ سره په دې ویر او غم کې ځان شریک بولي."

ښاغلی سکارپوني مېرمن او دوه ماشومان لري. هغه د شنبې په ورځ سایکل ځغلونې لپاره له کوره تر وتلو یوه ورځ وړاندې د الپ غرونو له سیالیو کور ته ستون شوی و.

+ بایسکل ځغلول سرطان او د زړه ناروغۍ خطر کموي

+ هغه سړی چې له سرطان څخه روغ پاتې شو بایسکل ځغاستې کې ومړ

Image caption بریتانوي بایسکل ځغلوونکي مارک کاوندېش پر ټویټر د سکارپوني د روح ارامتیا غوښتې او ویلي یې دي چې د هغه د مرګ غم انګېز خبر بوږنوونکی و

بریتانوي، هسپانوي او د هغه د خپل ټیم لوبغاړو پر ټویټر ښاغلي سکارپوني ته درناوی ښوولی او د هغه روح ته یې دعاوې کړې دي.

سکارپوني په ۲۰۰۲ کال کې د مسلکي بایسکل ځغلوونکي په توګه ورزش پیل کړ. په ۲۰۰۷ کال کې نوموړی د ۱۸ میاشتو لپاره په ډوپنګ کې د ښکېلتیا تورونو له امله له لوبو منع شو.

نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې بېرته لوبو ته راغي او په ۲۰۰۹ کال کې یې د تیرېنو - ادریاتیکو سیالي وګټله. سکارپوني په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د جیرو دې اېټالیا سیالیو کې د څلورم مقام ترلاسه کولو وروسته په ۲۰۱۴ کال کې له استانه ټیم سره یوځای شو.

+ بایسکل چلول او روغتیا ته یې ګټې