BBC
 شاته

د امریکایي ځواکونو هوایي برید کندوز کې د طالبانو قومندان اتو ملګرو سره وژلی

کندوز
Image caption کندوز په وروستیو دوو کلونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو د پراخو جګړو ډګر و

افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو اعلان کړی چې په شمال ختیځ ولایت کندوز کې یې په یوه هوایي برید کې د طالبانو یو قومندان له خپلو اتو ملګرو سره وژلی دی.

امریکایي ځواکونو ویلي، قاري طیب یو مهال د تخار ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي و.

د امریکایي ځواکونو مطبوعاتي دفتر نن (ثور/غویي ۲مه) په خپله خبرپاڼه کې ویلي، نوموړی پنځه ورځې وړاندې (حمل/وري ۲۸مه) په دشت ارچي ولسوالۍ کې په خپل پوځي مرکز کې په نښه شوی او له ده سره په سیمه کې اته نور اورپکي هم په هوایي برید کې وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا برید د هغو هڅو برخه ده چې په سیمه کې د طالبانو د ازاد ګرځېدو مخنیوی کوي.

امریکایي پوځیانو ویلي، قاري طیب په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په وژنه کې په مستقیم ډول ښکېل و او له ۲۰۱۱ کال راهیسې د یوه هدف په توګه تر څار لاندې و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امریکایي ځواکونه د ولسي مرګژوبلې مخنیوي لپاره خپله ټوله وسه کاروي او په دغه برید کې هم بل چاته زیان نه دی اوښتی.

کندوز د افغانستان په شمال کې له ناارامو ولایتونو دی چې د طالبانو فعالیت پکې ډېر دی. وړاندې هم په دغه ولایت کې د امریکایي ځواکونو په بې پیلوټه بریدونو کې طالبان په نښه شوي دي.

یوه ورځ وړاندې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د شپنيو عملیاتو په ترڅ کې د بغلان لپاره د طالبانو نومول شوي والي مولوي هلال او د هغه ۲۲ ملګرو د وژلو خبر ورکړی و.

طالبانو هم وروسته د هغه وژل کېدل تایید کړل، خو تراوسه یې د قاري منیب په تړاو څه نه دي ویلي.

+ "کندوز کې د امنیتي ځواکونو هوایي برید ۱۹ وسله وال وژلي"

+ طالبانو کندوز ته د خپل نومولي والي عبدالسلام وژل کېدل ومنل