BBC
 شاته

فرانسه له ترهګر بريد وروسته

د فرانسې پلازمېنه پاريس کې وروسته له هغه امنيت ټينګ شوی، چې پرون يو بريد يو پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

د فرانسې لومړی وزير وايي دا بريد به د يکشنبې پر ورځ د ولسمشرۍ ټاکنولو لومړی پړاو ونه ځنډوي.

خو ۵۰ زره پوليس او ژاندارم به د رايې ورکولو مرزکونه ساتي او دغه راز اووه زره سرتېري به هم د دغه هېواد بيړني حالت يوې برخې په توګه پر امنيتي ګزمو وي.

د پاريس بريد غندل شوی او د فرانسې ولسمشرۍ ټولو کانديدانو د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.