شاته

جنرال احمدزی: هلمند کې امریکایي سرتیرو حضور امنیت ښه کیدو سره مرسته کړې

هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د امریکایي سرتیرو حضور د امنیت ښه کیدوسره مرسته کړې ده.

په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي له امریکاغږ اشنا رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې نوي امریکايي سمندري امریکایي سرتیري به د هلمند ولایت په دریو برخو کې کې ځای پر ځای شي اود خپلو افغان همکارانو سره به د سلامشورو او روزنې په برخو کې همکاري ولري.

جنرال احمدزي وویل، چې د دغو تازه دمه امریکايي سرتیرو یو شمیر به یې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره د بست په پوځي قرارګاه کې هم ځای پر ځای شي.

څلور میاشتي مخکې هغه مهال چې د لښکرګاه پر ښار د دولت وسله والو مخالفینو درې ځله ستر بریدونه وکړل له دغه ولایت څخه په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو سرتیرو له وتلو ورورسته یو ځل بیا په لسګونو امریکايي سرتیري دغه ولایت ته ورستانه شول.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وایي، چې په هلمند ولایت کې د امریکايي سرتیرو حضور د دې ولایت له امنیت سره مرسته کړې او په ځانګړي ډول افغان ځواکونه د هوايي ملاتړ په برخه کې د قاطع ملاتړ د ماموریت په هوایي ځواکونو باندې ډيره تکیه کوي.

جنرال احمدزي وويل"د امریکايي قواوو حضور ډير مهم دی، په ځانګړي ډول د هوايي قواو په برخه کې چې موږ کومې ستونزې لرو دوی په نظامي عملیاتو کې د پام وړ رول لرلی ، نوي مارین ځواکونه به د لښکرګاه، ګرمسېر ولسوالۍ په ځینو برخو او د لښکرګاه په شمال کې د قول اردو په مرکز کې ځای پر ځای شي".

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي وويل چې د نړیوالو ځواکونو په ورتګ سره به دوی د هلمند په شمال کې هم د مهمو سیمو د نیول کیدو لپاره نظامي عملیات پيل کړي خو پدې اړه يې نور جزئیات ورنه کړل.

همدا اوس د هلمند له ۱۳ ولسوالیو څخه يې سنګین، نوزاد، موسی کلا، باغران، دیشو او ناوه ولسوالۍ له دولتي حاکمیت څخه بهر دي او د لښکرګاه ښار امنیتي کمر بند د دغه ښار په نږدې سیمو کې پروت دی.

خو افغان ځواکونود ناوې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره له تیرې یوې اونۍ راهیسې پر دغې ولسوالۍ له دوو خواوو څخه د لښکرګاه له امنیتي کمربند او د ګرمسېر ولسوالۍ له خوا څخه نظامي عملیات پيل کړي دي.

افغان امنیتي چارواکو په دغو عملیاتو کې د دغې ولسوالۍ د ۲۰ کیلو متره سیمې د بیرته نیولو ادعا کړې ده.

خو په افغانستان کې د ناتو د قاطع ملاتړ ماموریت یوه ویاند بل سلون، د امریکا غږ ته وویل چې په هلمند کې د ٣٠٠ سمندري سرتیرو ځای پر ځای کول یو معمولي اقدام دی.

د ښاغلي سلون په وینا دغه امریکایي پوځیان د همدمره شمیر سرتیرو ځای نیسي چې په هلمند کې تر دې دمه افغان امنیتي او دفاعي قواو ته روزنه ورکوي.

په افغانستان کې د امریکایي قواو جګړه ایز ماموریت په ٢٠١۴ کال کې پای ته ورسید او له هغې وروسته امریکایي او ناتو ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي پوځیان میشت دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي