شاته

په بلخ کې د شاهین قول اردو په قوماندانۍ برید شوی

د بلخ په ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، چې نن شاوخوا یوه نیمه بجه یو شمیر وسله والو د افغان پوځ د دوو رنجر پک اپ موټړو په واسطه د بلخ ولایت د ده دادي په ولسوالۍ کې د افغان پوځ د شاهین قول اردو په قوماندانۍ برید کړی دی.

په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته د شاهین قول اردو پر قوماندانۍ د جمعې د ورځې برید تائید کړ.

یوې امنیتي منبع په سیمه کې د امریکا غږ خبریال ته وویل چې لس تنه حمله کوونکي قول اردو ته ننوتي او ددې قول اردو په دوهمه دروازه کې پیژندل شوي دي. ددې حمله کوونکو څخه یو یې په دوهمه دروازه کې ځانمرگې حمله کړې او نور یې دننه قوماندانۍ ته ننوتي دي.

حمله کوونکي د ٢٠٩ شاهین قل اردو د قوماندانۍ په جومات باندې له حملې وروسته په جگړه لاس پورې کړی او جگړه اوس هم روانه ده.

تر اوسه د مرگ ژوبلې په هکله رپوټ نه دی ترلاسه شوی.

جنرال وزیري په اړه زیات جزئیات ور نه کړل، خو وویل چې یو تن حمله کوونکی چې ځانرگی واسکټ یې اغوستی و، د افغان سرتیرو له خوا دمخه تر دې چې خپل منفجره مواد وچوي، ووژل شو.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي، چې د دغې ډلې یو شمیر وسله والو د شاهین قول اردو پر قوماندانۍ د موټر بم برید کړی چې د دغه برید وروسته نور بریدګر له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکیل شوي چې په سیمه کې جګړه لا هم روانه ده.

په سیمه کې امنیتي چارواکو ویلي چې دا برید د جمعې د ورځې د لمانځه پر مهال شوی او د برید پر وخت د قول اردو ډیر منسوبین د لماڼخه لپاره په جومات کې راغوڼد شوي وو.

تراوسه لا د بریدګرو دقیقشمیر څرګند نه دی، خو په ځینو رپوټونو کې د هغوی شمیر څلور تنه ودل شوی دی.

په دې برید کې د سر د زیان په اړه تراوسه جزئیات نه دي ورکړل شوي