شاته

نيکي هیلي د ایران او حزب الله په ضد د قوي اقدام غوښتنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وايي چې متحده ایالتونه به د ایران د نیابتي ملیشه ډلې حزب الله د مخ پر زیاتېدونکي خطر په ضد اقدام وکړي.

سفیرې نيکي هیلي وویل چې دا سازمان باید په ایران او د هغه په نیابتي ډلې حزب الله باندې خپل پام زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د منځني ختیځ او په خاص ډول د فلسطین- اسرایل په مسئلې باندې غونډه لرله. مېرمن هیلي وویل "موږ یې باید د مجرمینو له مشر نه پیل کړو چې ایران او د هغه ملګرې حزب الله دي".

نوموړې وویل چې دا دواړه د تروریستي فعالیتونو له لارې د سیمې امنیت خرابوي "هغوی د بشارالاسد ننګه کوي او د هغه د ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګیږي چې له کبله یې زرګونه ولسي خلک ووژل شول او میلیونونه خلک کډه په سر شول. هغوی په عراق کې قاتلې ملېشې روزي او په یمن کې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي".

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې دا خبره هم وکړه چې واشنګټن به د ایران دغو کارونو ته بې ځواب پاتې نشي "ایران لا هم د تروریستي ډلو د ملاتړي په توګه پېژندل کیږي او د سیمې د نا امنۍ او ترهګرو د ملاتړ له کبله به موږ پر ایران ټول لګېدلي بندیزونه همداسې وساتو".

د امریکا استازې پر ملګرو ملتونو انتقاد وکړ چې دغې برخې ته یې کمه توجه کړې "امریکا به دې برخې ته توجه کمه نکړي. موږ به د ایران او حزب الله په اړه په ښکاره وغږیږو او موږ به د هغوی د قانون خلاف کارونو پر ضد اقدام وکړو".

د نوموړې دا څرګندونې د ولسمشر ټرمپ له هغه څرګندونو سره همهاله کیږي، چې وايي له ایران سره اتومي تړون بد تړون و او تهران عملي نکړ.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي وو چې تهران د تړون په ژمنو عمل کړی خو تړون ایران د هستوي پروګرام له غني کولو را ونه ګرځوه.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د همدغه کال په فبرورۍ کې د ایران په هغو ۲۵ افرادو او سازمانونو بندیز ولګوو چې د چارواکو په خبره د ایران د بلاستیکي میزایل په ازموینې او یا هم د ایران د انقلابي ګارډ له قول اردو سره یې مرسته کړې وه.