BBC
 شاته

په اندونیزیا کې له مړو سره ژوند

له مرګه سترګې نه شي پټېدای، خو ځیني کسان نه پوهېږي، څنګه ور سره جوړه وکړي. لکه زه چې درې کاله مخکې مې پلار مړ شوی خو لاهم له دغه واقعیت سره عادي شوی نه یم.

خو داسې کسان هم شته چې فکر کوي دا هر څه یې په وس پوره دي.

د اندونیزیا په سولاویزي جزیره کې له یو میلیون ډېر خلک خپل مړي تر ډېره په کور کې ساتي او د ژونديو په څېر پالنه یې کوي.

د نوروز رېښې چېرې دي او لمن یې تر کوم ځای غځېدلې؟

په دې ځای کې له اسلام او مسیحیت سره تړلی یو دود شته. زه هم همدې سیمې ته راغلی یم چې په دودونو یې ځان پوه کړم.

په یوه کورنۍ مېلمستیا کې د کورنۍ غړي د قهوې څښلو لپاره راټول شوي وو. یوه مېلمه د کوربه د پلار د روغتیا پوښتنه وکړه. ټولو په دهلیز کې د یوې کوچنۍ خونې پر لور ور وکتل.

په کوټه کې یو سړی اوږد پر یوه تخته پروت و. لور "ممک لیسا" یې له ځایه د پاڅېدو پر مهال وویل: " هغه لا ناروغ دی."

لیسا کوچنۍ خونې ته راغله او پلار یې په کراره وخوځاوه: "پلارجان مېلمانه ستا پوښتنې ته راغلي دي، هیله ده خوابدی نه شې."

هغې تر خبرو وروسته موږ یادې خونې ته ور وبللو.

پر تخته پروت زوړ سړی بې حرکته و. بدن یې پر څادر پوښل شوی و، خو سترګې او د مخ پوستکی یې مړاوي شوي وو او کوچني سوري یې لرل.

کوچنی لمسیان یې چې په همدې کور کې اوسېدل، خونې ته په منډه راغلل، لمسۍ یې د نیکه پوزه ونیوله او ویې ویل: " نیکه ګله ډېر خوب دې وکړ. پاڅه چې ډوډۍ وخورو."

خو مور یې ورټله او ویې ویل: " نیکه ته دې مزاحمت مه کوه، ویده دی، په غوسه به شي."

دا هر څه ماته په زړه پورې و. دغه سیریندا نومی زوړ سړی دولس کاله پخوا مړ شوی و، خو د کورنۍ غړي یې باوري و چې هغه ژوندی دی.

لور یې راته ویل، زموږ د باورونو له مخې، هغه لا ژوندی او زموږ غږ اوري.

پر افغان پولیسو د دود سیوری، ۱۱۵ سړي خو یوه پوله ساتې پولیسه

له مړو سره د اړیکې ساتل د دغې قبیلې لپاره فزیکي او معنوي ارزښت لري او ما دا هر څه پخپلو سترګو ولیدل.

له پېړیو توراجایان "ځايي خلک" خپل مړي په میاشتو او کلونو په خپلو کورونو کې ساتي. هغوی له خپل مړي سره داسې چلند کوي چې ګواکې ناروغ دی. د ورځې دوه ځلي خواړه ورته راوړي، وینځي یې او کالي یې ور بدلوي.

همدارنکه هغه هیڅکله په کور کې یوازې نه پرېږي له لمرپرېواته سره ډېوه ورته بلوي.

د کورنۍ ژوندي غړي په دې باور دي که یې د مړي سمه پالنه ونه کړي، نو روح به یې ترې ناراضه شي.

توراجایانو به پخوا د خپلو مړو د مومیايي کولو لپاره له یو ډول وښو او بوټو کار اخیست، خو په دا وروستیو کې یې پر ځای له (فرمالین) نومې کیمیاوي مادې کار اخلي.

فرمالین تېز بوی لري چې زیاتې کارونې یې د کوچنۍ کوټې فضا نیولې وه.

لیسا چې له ډېرې مینې یې د خپل مړه پلار پر سوړ مخ د مینې لاس کشاوه، له هغه سره یې د خپلې معنوي اړیکې په اړه وویل، د کورنۍ ټول غړي یې همدا احساس لري . هغوی د خپل پلار پوښتنې ته راځي او که لیرې وي، نو له ما سره اړیکه نیسي او پوښتنه یې کوي.

له مړو سره پر ژوند له توراجایان له پخوا عادت دي، هلته مې له مړو د ډار او کرکې هیڅ بېلګه ونه ليده.

کله چې زما پلار مړ شو په دوو ورځو کې مو هغه خاورو ته وسپاره. خو له ما سره پوښتنه دا وه چې لیسا ولې داسې فکر کوي چې له خپل مړه شوي پلار سره ګډ ژوند له هغې سره د مرګ د تریخ حقیقت په منلو کې مرسته کوي؟

د مسلمانو مېرمنو د برابرۍ مخالفت ولې کېږي؟

په څېړنیز ډګر کې د افغان مېرمنو پیکه ونډه

هغې وویل، که پلار مو ژر خاورو ته سپارلی وای، نو بیا به یې د هغه له لاسه ور کولو غم هم کاوه. بیا به مو وخت نه لاره چې د مرګ له حقیقت سره جوړ راشو، خو اوس چې هغه دلته دی، موږ کولای شو لا پیاوړې اړیکې ور سره وساتو.

توراجایان په ژوند کې سخت کارونه کوي، خو د دې پر ځای چې تر لاسه کړې پیسې د خپل ژوند پر ښه والي ولګوي، هغه خپل مرګ ته ساتي.

مړي د کورنۍ تر موافقې وروسته په ځانګړو مراسمو خاورو ته سپارل کېږي. د دوی د مړو د ښخولو مراسم څو ورځې وخت اخلي. هغه مړي چې په ژوندوني ډېر مالداره وي، د تدفین مراسم یې هماغومره "کش‌ و پش" کې وي.

د دغې سیمې د لرغوني دود دستور له مخې چې "الک تو دو لو" یې بولي، د مړي اروا تر ښخولو وروسته ځمکه پرېږدي او د اسمانونو پر لور ځي.

د دغه دود له مخې د څارویو په تېره بیا د (مېش کټي) حلالول ډېر اړین دي. د دوی په باور د مېښ ګټي روح د مړي له روح سره تر هغه ملګری وي چې د مړي روح په بل بدن کې ځای پر ځای شي.

نو هغوی چې شتمن وي د مېښ کټیو په قرباني کولو سره یې روح په اسانۍ او ارامۍ خپل ځای ته رسي.

له پېړیو توراجایان تر مراسمو وروسته د مړو جسدونه په یوه غار کې ږدي چې د دوی په باور دا غار د دې دنیا او هغې دنیا نښلوونکی دی.

د مذهب سپکوونکو معلومولو کې له خواله رسنیو د پاکستان غوښتنه

دغه غارونه په کیلومټرو ژور دي، چې د مړو له هډونو ډک شوي دي. کله چې د مړو خپل او خپلوان دغو غارونو ته ورځي نو له ځان سره د سګرټو، اوبو او نورو ډالۍ هم وړي.

په دغه لرغوني دود کې د شتمنو مړو عکسونه پر لرګیو کښل کېږي چې (تاتاو) یې بولي. کالي او ګاڼې ور اغوندي او تر دې چې د مړي ویښتان ور پورې موښلوي.

دغه مجسمې د غره په څنډه کې په یوه لوړ ټاکل شوي ځای کې ږدي چې د ښار ژوندي وڅاري.

هره مجسمه د ۸۰۰ ډالرو په شاوخوا کې بیه لري چې ډېر کله د ځايي او بهرنیو غلو له خوا دغه مجسمې پټېږي.

خو له مړو سره د خپلوۍ پاللو کیسه پر دې ځای پای نه مومي. دوی د (مانه نه) په نامه یو دود لري چې د مړو نظافت ته وايي. هر کال خپل مړي له قبرونه راباسي، وینځي یې، سینګاروي يې، ډالۍ ور کوي او یادګاري عکسونه ور سره اخلي.

د دغو مراسمو د لیدلو لپاره یوه بل کلي ته لاړم. د یکشنبې ورځ وه او لکه د نړۍ د نورو عیسویانو په څېر دلته هم د کلي خلک د کلیسا پر لور خوشې وو. په کلیسا کې تر دعا وروسته د یوې کوچنۍ خونې پر لور چې ډېره ښکلې جوړه شوې وه، وخوځېدل.

غوښتل یې چې ۹۳ کلنه ماریا سولو چې درې کاله پخوا مړه شوې او همدلته دفن شوې، د لومړي (ما نه نه) یا د مړي د وینځلو مراسمو لپاره له قبره راوباسي.

د ښځو او نرانو ګډې ساندې مې تر غوږو شوې.

ورو - ورو د تابوت د پرانیستو شېبو ته ور نږدې کېدو، ما تازه هوا او لږ واټن نیولو ته اړتیا لرله، خو هر ځای ته چې تلم، له مرګه مې تېښته نه شوه کولای. څو خنزیران یې حلال کړل او وروستۍ قرباني یې یو مېښ کټی و. بیا یې د تابوت سر پرانیست، چې د فرمالین تېز بوي ټوله فضا په غېږ کې ونیوه.

دا راته په زړه پورې وه چې پوه شم د ماریا اولادونه د هغې تر لیدو وروسته څه ډول احساس کوي.

مشر زوی یې راته وویل، د مور لیدو مې نه دا چې ناراحته نه کړم، بلکې د هغې خاطرې یې را ژوندۍ کړې.

د هغې نګور راته وویل، دا مراسم مرسته ور سره کوي چې له غم سره ښکر په ښکر شي او غم پر شا وتمبوي.

دودونه د وخت په تېرېدو له نورو هغو متاثره کېږي او خپله بڼه بدلوي. کابو یوه پېړۍ وړاندې چې هالنډي عیسوي مبلغین دغې سیمې ته راغلل، نو خلکو خپل پخواني دین چې (الک تو دو لو) نومېده پر عیسویات واړاوه.

د ماریا د (مانه نه) په مراسمو کې د دې پر ځای چې د هغې ټولې جامې ور بدلې شي او بدن یې ووینځل شي، یوازې په دې بسنه وشوه چې یو سپین کفن ور واغوندي.

په توراجا کې ژوندي هڅه کوي له مړو سره له هرې ممکنې لارې اړیکې وساتي. دا سمه ده چې د هغوی دود زما په ګډون ډېرو ته حیرانوونکی دی، خو دا چې مرګ نه شي کولای د هغوی پر خپلوۍ اثر وکا، نو همدا ټکی یې زما لپاره خوندور و.

مرګ تریخ حقیقت دی چې یوه ورځ به د هر چا مېلمه شي، خو هغه څه چې ما له توراجایانو یاد کړل دا دي چې هغه مینه او یادونه چې د خپلوانو په اړه یې لرو، مرګ یې هم له موږه نه شي اخیستای.