BBC
 شاته

د فرانسې د شانزلیزه سړک بریدګر 'توندلاری اسلامپال' و

د انځور حقوق EPA
Image caption بریدګر د یو پولیس له وژلو او دوو نورو ټپي کولو وروسته ووژل شو.

د هغه بریدګر پېژندنه شوې، چې د جمعې په شپه د فرانسې پلازمېنه پاریس کې له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو.

دغه بریدګر د پولیسو موټر سره د خپل موټر له درولو وروسته پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې، یو پولیس یې وواژه او دوه یې ټپیان کړل.

وروسته نوموړی هم د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

اسناد د بریدګر له موټر ترلاسه شوي، خو فرانسوي چارواکو یې تراوسه نوم نه دی ښودلی.

امنیتي ځواکونه وايي، د پاریس ختیزه لمن کې د دغه بریدګر کور موندل غواړي.

* فرانسه کې خونړی برید

* فرانسه کې د افغان ماشوم کډوال مړينه

* فرانسه: اور د زیږېدنې کلیزه کې ۱۳ تنه ووژل

د رسنیو د رپوټ له مخې، دغه ۳۹ کلن بریدګر توندلاری اسلامپال ښکارېده.

نوموړی د ۲۰۰۰ کال په لومړیو کې هم پر پولیسو د ډزو له امله څو کاله بندي شوی و.

پولیس دا هم وايي، چې د بریدګر د کورنۍ درې غړي یې نیولي دي.

د پاریس څارنوال فرانسوا مولینز له ډزو لږ وروسته وویل، "د بریدګر پېژندنه شوې او اوس یې ارزوو".

د انځور حقوق EPA
Image caption دا برید د فرانسي د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې شوی دی.

د دغه هېواد ولسمشر فرانسوا اولاند هم د دې پېښې د ارزولو لپاره د کابینې بېړنۍ غونډه وکړه، هغه دا هم وویل، باوري دي چې دا برید له "ترهګریزو هڅو" سره تړاو لري.

له داعش سره تړلې اعماق وېبپاڼه وايي، دا برید د دې ډلې یو کس کړی دی.

دا برید په فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې دی، چې د یکشنبې په ورځ کېږي.

ریو مخکښو نوماندانو په ټاکنو کې ځان ته د خلکو د هڅولو لپاره د وروستۍ ورځې غونډې هم وځنډولې.

د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې، له ۲۰۱۵ کال راهیسې په فرانسه کې د توندلارو اسلامپالو په بریدونو کې ۲۳۸ کسان وژل شوي دي.