BBC
 شاته

هند: لارۍ پر احتجاج کوونکو ورغلې، ۲۰ کسان وژل شوي دي

د انځور حقوق Getty Images

د هند سویلي اترپردېش ایالت کې یوه لارۍ پر احتجاج کوونکو بزګرانو ورغلې، چې پایله کې یې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي. بزګرانو د پولیسو یوه مرکز مخې ته په غیرقانوني توګه د شګو کېندلو خلاف احتجاج کاوه.

پولیس وايي، داسې معلومېږي، چې لارۍ د ډرېور له کنتروله وتلې وه، خو ځايي خلک بیا وايي، په لوی لاس دغه ګاډی پر خلکو ورخېژول شوی دی.

هند کې د اورګاډي ټکر کې پنځه کسان وژل شوي

هند کې د اورګاډو د ټکر له کبله ۲۴ کسان وژل شوي

هند کې د اورګاډو ټکر کې ۱۵ کسان مړه شوي

ایالتي چارواکو د پېښې په تړاو د څېړنې امر کړی دی. عیني شاهدانو د بي بي سي هندي څانګې عمر فاروق ته ویلي، ګړندۍ لارۍ لومړی یو موټر سره ټکر شوه، د برېښنا ستنه یې ووهله او وروسته پر احتجاج کونکو بزګرانو ورغله.

چارواکي وايي د پېښې (ګڼ) ټپیان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لارۍ ټپي ډرېور هم له نورو ټپیانو سره یو ځای روغتون ته وړل شوی دی.

د اندهراپردېش اعلی وزیر این چندرا بابو نایډو د هر وژل شوي کس د کورنۍ لپاره د ۵۰۰ زره هندي روپیو( ۷۷۳۰ ډالره) مرستې اعلان کړی دی.