BBC
 شاته

وسله والو طالبانو بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید کړی دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزيري د دغه بريد پخلی کړی

د افغانستان د شمال بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، پر د ۲۰۹ شاهین قول اردو ډله ییز برید شوی دی

د ۲۰۹ قول اردو یوې سرچیني بي بي سي ته وویل، لومړی یو موټر بم چاودنه وشوه او بیا بریدګر قول اردو ته ننوتل. د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، طالبان دوو رینجزر موټرو کې راغلي وو، چې یو یې امنیتي کسانو پېژندلی و او دویم هغه قول اردو ودانۍ ته ننوتی و.

چارواکي وايي، درې طالب وسله وال ودانۍ ته ننوتي وو. دوی نه یو یې نیول شوی، یو یې وژل شوی او یو لا هم ډزې کوي. ویل کېږي تر اوسه دغه پېښه کې اته پوځیان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

د شاهین قول اردو ویاند قهار ارام بي بي سي ته ویلي، چې بریدګرو لومړی د قول اردو ودانۍ په دروازه کې چاودنه کړې او ودانۍ ته له ننوتو وروسته په یوه جومات او خوړنځي کې پټ شوی وو او له هغه ځایه یې ډزې کولې.

پېښه له ځايي مهال سره سم ماسپښین شاوخوا دوې بجې شوې.

عطامحمد نور بېرته د بلخ والي وټاکل شو

بلخ کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید شوی.

وسله والو طالبانو رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د دغه برید مسوولیت منلی او افغان پوځ ته يې د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادی ولسوالۍ کې ده. دغه قول اردو د افغانستان شمال او شمال ختيځو نهو ولايتونو مسوليت پر غاړه لري.

دغه خبر لږ وروسته بشپړ کېږي.