BBC
 شاته

رحمت الله نبیل: د پاکستان اټومي وسلې په خطر کې دي

نیویارک ټایمز

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل.

امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل یوه مقاله خپره کړې چې پکې د پاکستان د اتومي وسلو د امنیت په اړه اندیښنه ښودل شوې ده.

ښاغلی نبیل وايي، اسناد ښيي چې په پنجاب کې ترهګرې ډلې په تیره لشکر طیبه ډیر فعاله ده او پنجاب هغه ایالت دی چې د پاکستان د اتومي وسلو زیرمې پکې دي. ښاغلی نبیل زیاتوي دغه ډله د پاکستان په پوځ ، ای ا یس ای او د پوځ د منځنۍ کچې افسرانو په کورنیو کې له مخ په زیاتیدونکې نفوذه برخمنه ده.

د افغانستان د امنیت پخواني مشر په دغه مقاله کې وايي، له پاکستان باید غوښتنه وشي چې د ترهګرو لاس ته د اتومي وسلو د لویدلو مخه ونیسي، خو تر څو دا ګام پورته کیږي باید د ملګرو ملتونو د ملي امنیت شورا او د امریکا متحده ایالات عملي ګامونه واخلي.

ښاغلي نبیل ټینګار کړی چې پاکستان باید اړ کړل شي چې له دوه مخې لوبې لاس واخلي، دویم دا چې د پاکستان چې حکومت باید د اتومي وسلو په امنیت کې د امریکا د مرستې هرکلی وکړي او دریم دا چې نړیواله ټولنه باید وړاندې له دې چې اوبه له ورخه تیرې وي په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر د ایټالیا له لومړي وزیر سره.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایټالیا له لومړي وزیر سره په کتنه کې په افغانستان او عراق کې د دغه هېواد د رول ستاینه کړې او په لیبیا کې یې د امریکا د مداخلي امکان رد کړی. ورځپاڼه زیاتوي، ټرمپ ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه باید د ناټو په ګډون د امنیت په برخه کې خپله مالي ونډه د امریکا په څیر واخلي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، ښاغلی ټرمپ د ایټالیا له لومړي وزیر سره داسې مهال ګوري چې په اروپا کې له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو له پریکړې وروسته او د فرانسې د ټاکنو په درشل کې فضا ډاډمنه نه ښکاري.

ورځپاڼه له اروپايي ټولنې سره په اړیکو کې د ښاغلي ټرمپ اړیکو ته اشاره کوي او زیاتوي چې په فرانسه کې د ډونلډ ټرمپ په څېر ماري لوپین غواړي له معمولي سیاستوالو د خلکو د زړه له بدوالي په ګټې اخستو ټاکنې وګټي.

میرمن لوپین هم غوښتنه کړې چې په اروپايي ټولنه کې د فرانسې د غړیتوب په اړه د برتانیا په څېر ټولپوښتنه وشي.

انډین ایکسپریس

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ننګرهار په اچین کې د امریکا د تر ټولو ستر نااټومي بم د غورځېدلو سیمه.

انډین ایکسپریس ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې پر اسلامي دولت نومې ډلې د امریکايي ځواکونو په برید کې ښايي د هند د کیراله اړوند یو مشر هم وژل شوی وي، ورځپاڼې دغه کس د Sajeer Mangalasseri Abdulla په نوم یاد کړی او زیاتوي چې هندي امنیتي چارواکو دوی ته ویلي چې دغه معلومات یې په کیرالا کې د دغه قوماندان د ملګرو او په افغانستان او لویدیځه اسیا کې د اسلامي دولت نومې ډلې د اړوند کسانو ترمنځ له اړیکو تر لاسه کړي دي.