شاته

ډونلډ ټرمپ: ایران اټومي تړون سم نه پلی کوی

د انځور حقوق EPA
Image caption ټرمپ وايي، ډېر ژر به د ایران د اټومي تړون په تړاو خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران تورن کړ، چې د "اټومي تړون سره یو مخ سم نه ځي".

نوموړي وویل: "موږ په ډېر غور دا مسله ارځوو او ډېر ژر به په دې تړاو خبرې وکړو".

ښاغلی ټرمپ د ایټالیا له لومړي وزیر سره په خبرو کې ځل بیا وویل، چې د ایران او شپږقدرتونو دا تړون ډېر بد تړون دی.

* ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

* ټرمپ: ایران ته رسمي خبرداری ورکړل شوی

* امریکايي سناتوران پر ایران بندیزونه سختول غواړي

ډونلډ ټرمپ له ولسمشرۍ ټاکنو راهیسې دغه تړون خورا بد تړون بللی او د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما یې د دې تړون له امله ملامت کړی دی.

ښاغلی ټرمپ ویلي، چې ایران باید اټومي تړون ته بشپړ ژمن شي.

د امریکا د دریځ بدلېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران د شمالي کوریا په لار تلل غواړي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ویلي وو، چې ایران د اټومي تړون ژمنې پر ځای کړې دي.

نوموړي د خپل هېواد ولسي جرګې ته په لیک کې زیاته کړې وه، چې ایران د اپرېل تر اتلسمې اټومي تړون ته ژمن پاتې دی.

* 'داعش' وېډیو کې ایران ته ګواښ کړی

* جرمني ایران ته د جاسوسۍ په تور پاکستانی بندي کړ

د اپرېل پر نولسمه ښاغلي ټېلرسن وویل، چې ایران د شمالي کوریا پر لار روان دی، خو امریکا به د دې کار مخه ونیسي.

د نوموړي په خبره، د ایران او شپږو قدرتونو اټومي تړون د اټومي غوښتنو لرونکي هېواد ته د باج ور کولو په مانا دی.

ښاغلي ټېلرسن دا هم وویل، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ حکومت د ایران "ستونزه" بل حکومت ته په میراث نه پرېږدي.

اصلي ملامت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې ایران د سیمې د ګډوډۍ لامل بللی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د پنجشنبې په ورځ د ایران په هکله د خپل هېواد دریځ لا ډېر روښان کړ او ویې ویل، د واشنګټن په اند په سیمه ییزو جګړو کې "اصلي ملامت" ایران دی.

هغې د امنیت شورا غونډه کې د داسې چارو یادونه وکړه، چې په ځلونو امریکایانو یادې کړې، لکه په سوریه کې د بشار اسد ملاتړ، په یمن کې حوثي وسلوالو سره د وسلو مرستې او په لبنان کې د حزب الله ملاتړ.

په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر حېمز متیس د سعودی عربستان له چارواکو سره په لیدنه کې هم وویل، چې ایران په سیمه کې د ستونزو تر شا دی.

شنونکي څه وایي؟

حقوقپوه ارش ارامش وایي، د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ اټومي تړون په دې برخو وېشل دی. یو دا چې ایران څه غواړي، بل دا چې د بارک اوباما د حکومت غوښتنه څه وه او دریم هم د امریکا د نومي حکومت غوښتنې دي.

ایران دا تړون په دې مانا بولي چې اټومي جنجال او اړوند بندیزونه یې هم ختم شول.

د نوموړي په اند، بارک اوباما او حکومت یې پر دې سربېره له تهران غوښتل چې اټومي ازموینې ونه کړی.

هغه زیاتوي، د ډونلډ ټرمپ حکومت په دې هر څه سربېره ایران له هر هغه څه منع کول غواړي چې د سیمې ټیکاو زیانمنوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا دفاع وزیر وایي، واشنګټن ځواکمن سعودي عربستان غواړي.