شاته

د سورېې په موضوع کیدونکې درې ارخیزې خبرې وځنډیدې

سورېې دپاره د ملگرو ملتو خاص استازي سټیفن ډي مستورا ویلي چې د سورېې په موضوع هغه خبرې چې د دې دوشنبې په ورځ د روسېې امریکا او ملگرو ملتو ترمنځ کیدونکې وې،هغه بل وخت ته ځنډیدلي دي. دا خبرې ژونیو کی کیدونکې وې.

ښاغلی ډي مستورا وايي چې هغه نه پوهیږي چې ولې امریکا په دې غونډه کې د گډون نه انکار کړیدی. خو دومره پوهیږي چې امریکا د سورېې په مسله درې اړخیزو خبرو ته ژمن دی.هغه وویل«د واشنگټن د خبرو نه چې ما کوم فهم اخیستی هغه دا دی چې دوي د دې دری اړخیزو خبرو دوام غواړي. دا چې خبرې دې دوشنې ته نشي کیدی .دا د امریکا په نیت کوم اغیزه نه لري.

د دې کال د فبروري په ١٥ او ١٦ د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سورېې په موضوع نړیواله غونډه جوړه شوې وه

د دې کال د فبروري په ١٥ او ١٦ د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سورېې په موضوع نړیواله غونډه جوړه شوې وه

په عین حال کې ښاغلي ډي میستورا ویلي چې هغه به د دوشنبې په ورځ حتماد روسېې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سره جدي خبرې ولري. هغه وویل چې دی به ورسره د قزاقستان په پایتخت استانه کې راتلونکو مذاکراتو په اړه او د ژنیو د راتلونکو خبرو په اړه غږیږي.هغه زیاته کړه«د استانې باره کې دومره ویلی شم چې موږ به په لوړ پوړې تخنیکي سوېې خبرې کوو ترڅو مخالفتونو د راکمولو په اړه ځنډیدلی عمل بیا روان شي.

روسیه ترکیه او ایران هغه درې هیوادونه دي چې د بلې میاشتې یعني ميي په دریمه او څلورمه په استانه کې کیدونکو خبرو تنظیمونکي دي او په دې به خبرې کوي چې څنگه په سورېه کې اوربند وشي ترڅو د ژنیو د سولې خبرو ته لاره هواره شي.د سورېې دپاره د ملگرو ملتو استازي دا هم ویلي چې هغه به سیمه روان جریانات له نیزدې نه څاري او ميي کې شروع کیدونکو خبرو د کامیابۍ دپاره به زیار باسي.