شاته

فیسبوک غواړي د عیني او مجازي واقعیتونو د یو ځای کولو له تکنالوژۍ کار اخیستل پیل کړي

د تیرې سه شنبې په ورځ د پروګرامونو او اپلیکیشن جوړونکو لپاره د فیسبوک په کلني کنفرانس کې ډیر تمرکز په دې باندې و چې دغه شرکت په څه ډول له آګمینټد ریالیټي یا د عیني او مجازي واقعیتونو د امتزاج اوویرچول ریالیټي یا مجازي واقعیت له تکنالوژیو څخه په راتلونکي کې ګټه واخلي. دغه کنفرانس د فیسبوک د رئیس مارک زکربرګ په پرانیستونکې وینا پیل شو.

د آګمینټد ریالیټي یا د عیني او مجازي واقعیتونو د امتزاج په تکنالوژۍ کې په کمپیوټر باندې جوړشوي تصویرونه ستاسو په چاپیریال کې د واقعي شیانو د پاسه ښودل کیږي. د فیسبوک مشر وویل د تلیفون په یوه اپلیکشن سره به د فیسبوک کاروونکي وکولای شي چې په دوه بعدي بڼې اخیستل شويو عکسونو څخه درې بعدي عکسونه جوړ کړي او هم به د دې وړتیا ولري چې د خپل کور په دیوالونو باندې په ډیجیټلي بڼې نقاشي وکړئ.

FILE - Facebook CEO Mark Zuckerberg delivers the keynote address at the F8 Facebook Developer Conference in San Francisco, California, April 12, 2016.

FILE - Facebook CEO Mark Zuckerberg delivers the keynote address at the F8 Facebook Developer Conference in San Francisco, California, April 12, 2016.

د کور کارونه په زړه پورې کول

د فیسبوک مشر وویل دغه تکنالوژۍ تر اوسه د انکشاف په لومړیو پړاوونو کې ده. د دغه شرکت د بازار موندنې د برخې مرستیالې دب لیو وویل " په دې برخه کې یوازې یو فیصد پرمختګ شوی".

ښاغلی زکربرګ وايي د فیسبوک د کمرې له قابلیت سره د آګمنټیډ ریالیټي د تکنالوژۍ ضمیمه کول به د لوښو د مینځلو په شان خسته کوونکي کارونه په ډیجیټلي تصویرونو سره په زړه پورې کړي.

فیسبوک همدارنګه د فیسبوک سپېسز په نامه مجازي نړۍ فعاله کړې، په دغې نړۍ کې د اوکولس ریفت د مجازي واقعیت د عینکو لرونکي کارونکي کولی شي په مجازي نړۍ کې له مجازي کرکترونو سره ملګري شي.

څېړونکي وايي که څه هم د تکنالوژۍ د نویو وړتیاو زیاتول مثبت پرمختګ دی خو د فیسبوک ډیر کارونکي به ورته سمدستي لاسرسی ونه لري.

په ورته وخت کې، د سنپ چټ په څېر د ټولنیزو رسنیو نور شرکتونو هم له فیسبوک سره سیالي کوي، دغه شرکت هم د فیسبوک له اعلان سره په یوه وخت کې د عیني او مجازي واقعیتونو د امتزاج د تکنالوژۍ یو شمیر وړتیاوې اعلان کړې.

مسینجر

فیسبوک همدارنګه په خپل مسینجر اپلیکیشن کې هم د ډیرو نویو تغیراتو راوستل اعلان کړل.

د مسینجر د برخې مشر ډوېد مارکوس وویل په نویو پرمختګونو سره اوس خلک کولی شي خپل ملګري پیداکړي او د هغوی د تلیفون له شمیرو پرته ور سره چټ وکړي. مسینجر غواړي دغه اسانتیا اوس شرکتونو ته مساعده کړي چې خپلو مشتریانو سره تماس ونیسئ.

ښاغلي زکر برګ دغه راز د امریکا د اوهایو د ایالت د کلیفلند په سیمه کې د یو قاتل له خوا په فیسبوک کې د قتل د یوې ویډیو د خپرولو په اړه چې د زورونکو تصویرونو او ویډیو ګانو د نشر د مخنیوي په برخه کې یې د فیسبوک وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستلې، وویل" په دې برخه کې ډیر نور کارته ضرورت دی".