افغان حکومت: طالبان سیاسي خوځښت نه دی
افغان حکومت کابل کې د روسیې سفیر څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، هر هېواد چې طالبان یو ''سیاسي خوځښت '' بولي دوی یې غندي.
کابل کې د روسیې سفیر الکزاندر مانتیتڅکي د اپريل پر ۱۹ مه ویلي و، طالبان یو سیاسي خوځښت دي او باید افغان حکومت له دغې ډلې سره روغه جوړه وکړي.
د روسیې سفیر ویلي و:
''تر هغه چې زه پوهېږم طالبان یوه ځواک دی، داسې ځواک چې هر څوک غواړي خبرې ورسره وکړي، نو کله چې له هغوی سره د خبرو اړتیا ثابته شوه، موږ نه شو کولای هغوی له پامه وغورځوو. ''
د افغانستان اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي نن ' ۲۰ اپریل ' کابل کې یوې خبرې غونډې کې د یوه خبریال پوښتنې ته ځواب کې ویلي، طالبان یوه 'ترهګره ' ډله ده او هر هېواد چې طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه پېژني د افغانستان حکومت له نظره محکوم دی.
طالبان، د روسیې نوي حیرانونکي ملګري
روسیې طالبانو ته د مرستې ورکول رد کړي دي
امریکايي جنرال پر روسیې تور پورې کړی، چې طالبانو سره مرستې کوي
کابل کې د روسیې سفیر ویلي و، د افغانستان د قانوني حکومت او د سولې او ټيکاو لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان ستونزو یوازینی حل خبرې دي او د مثبتو پایلو تر لاسه کولو لپاره وخت ته اړتیا ده. ښاغلي مانتیتسکي دغه راز ویلي و، که افغان حکومت وغواړي مسکو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرو کې د منځګړي رول لوبولو ته چمتو دی.
مسکو تېره اونۍ د افغانستان سولې د خبرو کوربه و.
مسکو غونډه کې د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، قرقیزستان، چین، پاکستان، روسیې، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوړ پوړو دیپلوماتانو ګډون کړی و.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي و، د امریکا متحدو ایالتونو ته دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د نامعلوم لاملونو له کبله امریکایانو دغه غونډه کې ګډون و نه کړ.
د سپینې ماڼۍ په وینا روسیه غواړي د سولې خبرو کې د طالبانو په ګډون سره دغې ډلې ته مشروعیت ورکړي، چې په وینا یې وړتیا یې نه لري.
خو روسي چارواکي وايي، له طالبانو سره د روسیې حکومت اړیکي دغې ډلې ته مشروعیت ورکول نه دي، بلکې هدف سولې ته د طالبانو هڅول دي.