شاته

موسیقۍ کې د هارمونیې ارزښت او تاریخ

انسان په طبیعي توګه له موسیقۍ سره ځانګړې علاقه لري او له موسیقیت څخه متأثره کېږي.

د موسیقۍ له لا زرغونتیا په پار لسګونه د موسیقۍ الې جوړې شوي او لا هم په کم توپیر سره تولیدېږي.

د غربي موسیقۍ په کورنۍ کې سلګونه کاله پخوا هارمونیې ته ورته یوه اله جوړه شوه چې د باد په وسیله یې موزون غږ تولیدوه دغه اله په بېلابېلو ټولنو کې په بېلابېلو نومونو سره یاده شوه.

په شرقي او په خاص ډ‌ول په پښتو موسیقۍ کې د موسیقۍ ټول الات له هارمونیې سره سُر کېږي او همدا لامل دی چې په سُر برابره او خوندوره موسیقي تولیدېږي.

موږ نننۍ خپرونه هارمونیې ته ځانګړې کړې ده، دا خپرونه محبوب شاه محبوب جوړه کړې او وږمې جبارخېل وړاندې کړې ده: