شاته

یزدان پرست: لا هم ګڼې کم عمره نجونې په زور ودېږي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په افغانستان کې د کم عمره نجونو پر ودېدو او اجباري ودونو اندېښنه څرګنده کړه.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، له زیاتو هڅو سره سره اوس هم په افغانستان کې نجونې له قانوني عمر څخه ښکته او په زور ودېدو ته مجبورېږي.

د دغه کمېسیون غړې قدریه یزدان پرست د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل له دوی سره داسې قضیې ثبت شوې چې نجونې په اووه کلنۍ کې هم واده شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په بېلا بېلو سیمو کې قضیې مختلفې دي، حتی له موږ سره په ثبت شویو قضیو کی داسې کورنۍ هم شته چې ۷ کلنې نجونې یې واده کړې له دې نیولې تر اتلس کلنۍ پورې دوام لري، ډېری داسې کورنۍ دي چې په دولسو او دیارلسو کلونو کې د نجونو ودول ورته بد کار نه ښکارېږي."

که څه هم اغلې یزدان پرست په دې اړه ارقام ورنه کړل، خو د یاد کمېسیون چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې په دغه هېواد کې شپیته سلنه نجونې په جبري توګه او یا هم په کوچنیوالي کې ودېږي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق ۲۰۱۰ کال تحلیل چې ۲۵ څخه تر ۴۹ کلنو ښځو سره د مرکو په اساس چمتو شوی۲۱ سلنه ښځو په افغانستان کې ویلي چې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې دي.

د ملګرو ملتونو د نړۍ د نفوس د ۲۰۱۶ کال په راپور کې راغلي چې مخ په وده هېوادونو کې له هرو ۳ نجونو څخه یوه یې له ۱۸ کلنۍ مخکې وادېږي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق وایي، په کم عمر او په زور د نجونو ودول د دوی د مړینې سبب ګرځي، ماشومان له فزیکي او رواني ودې څخه غورځوي، د ښوونې مخه یې نیسي او په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني له ټولو افغانانو وغوښتل چې په کم عمر کې د نجونو او له اجباري ودونو څخه په کلکه ډډه وکړي.

اغلې غني چې د ماشومانو او مخکې له وخته ودونو له منځه وړلو ملي عملیاتي پلان په تشریح کې یې د سې شنبې په ورځ خبرې کولې وویل چې ودونه باید د دواړو لورو په خوښه وشي.

بي بي ګل غني.

بي بي ګل غني.

نوموړې زیاته کړه:

"واده باید د دواړو لورو ترمنځ په توافق وشي، موږ ټول پوهېږو چې اجباري ودونه پر ټولنې باندې ناوړه اغېزې کوي له اجباري ودونو څخه جدي ډډه وکړئ، څو داسې یوه ټولنه ولرو چې مهرباني زموږ د ماشومانو اساس او راتلونکی جوړه کړي."

د کابل د دیني عالمانو د شورا رئیس عبدالصبور حقاني هم په زور او له توافق پرته د نجونو ودول د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې بولي او وایي چې باید له دې کار نه په ټینګه ډډه وشي.

په بدو کې د نجونو ورکول، اجباري ودونه، کورنی تاوتریخوالی، زده کړو ته نه‌ لاسرسی او ټولنیزه نا برابري له هغو مواردو څخه دي چې افغان نجونې لا هم ورسره مخامخ دي.

د ماشومانو او مخکې له وخته ودونو له منځه وړلو په ملي عملیاتي پلان کې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په لېږل شوي پیغام کې ټینګار شوی چې په کم عمر او په زور د نجونو ودول تاوتریخوالی بلل کېږي او افغان حکومت یې مخنیوي ته ژمن دی.

راپور: رحمت الله افغان