BBC
 شاته

فرانسه: اور د زوکړې کلیزه کې ۱۳ تنه ووژل

Image copyright Reuters
Image caption رپوټونه وايي، اور له هغو شمو بل شوی، چې د زوکړې ورځې د لمانځلو پرمهال د کېک پر سر بلې شوې وې.

د فرانسې په شمالي روان ښار کې د زیږېدنې کلیزه کې اورلګېدو لږترلږه ۱۳ کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي. اور نیمه شپه د څښاک خرڅلاوځي په تاکاوا کې لګېدلی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کازینو ویلي، پښه د کیوبا لایبر په نامه یوه څښاکځي کې د شنبې پر شپه رامنځ ته شوې ده.

د اور مهارولو لپاره تر ۵۰ ډېر اور وژونکي ورغوښتل شوي دي.

رپوټونه وايي، اور له هغو شمو بل شوی، چې د زوکړې ورځې د لمانځلو پرمهال د کېک پر سر بلې شوې وې.

د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې ده.

د ډېری قربانیانو عمرونه د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي.

روان ښار د فرانسې په شمالي نرماندي کې پروت دی. دا ښار څو ورځې وړاندې خاورو ته د هغه یوه راهب د سپارلو شاهد و، چې د داعش اړوندو وسله والو په یوه کلیسا کې وواژه.

په وروستیو کلونو کې فرانسه کې بریدونه ډېر شوي دي. د تېرې جولای میاشتې پر ۱۴مه، د فرانسې نیس ښار کې خونړي برید لږترلږه ۸۴ کسان ووژل، چې پړه یې 'اسلامي دولت' نومې ډلې پرغاړه واخیسته.

Image copyright BFM TV
Image caption د ډېری قربانیانو عمرونه د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي.