BBC
 شاته

کامیرون تېریزا می ته د واک سپارلو چمتووالی نیسي

تېریزا می Image copyright AP
Image caption تېریزا می به د بریتانیا دویمه ښځینه لومړۍ وزیره وي

د بریتانیا د کورني سیاست په تاریخ کې نن یوه بله مهمه ورځ ده. ټاکل شوې ده چې لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون رسماً له دندې لاس په سر شي او خپله استعفا ملکې الزابېت ته وړاندې کړي.

نوموړي تېره ورځ د وروستي ځل لپاره د کابینې د غونډې مشري وکړه. په دې ناسته کې د محافظه کاره ګوند غړو نوموړي ته خپل درناوی وړاندې کړ.

د نوموړي له استعفا وروسته به تېریزا می د نوې لومړۍ وزیرې په توګه خپله دنده پیل کړي.

ټاکل شوې وه چې د محافظه کاره ګوند د مشرتابه او د لومړي وزارت لپاره د مېرمن می او د پارلمان د یوې بلې وکیلې، انډریا لیډسم ترمنځ سیالي وشي، خو مېرمن لیډسم له سیالۍ ووتله او له تېریزا می یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

اوس د ټولو سترګې دې ته دي چې لومړۍ وزیره به څومره ژر نوی حکومت او کابینه جوړوي او څوک به ورسره په دې نوې کابینه کې ملګري وي.

داسې ښکاري چې ټول هم د مېرمن می پر ټاکل کېدو خوښ نه دي. د لېبرال دېموکرات ګوند یو شمېر غړي وایي، د لومړي ورازت لپاره باید له سره په هېواد کې ټولټاکنې ترسره شي.

دوی وایي، تېریزا می د ولس لخوا نه ده ټاکل شوې، ان د خپل ګوند ټولو غړو هم رایه نه ده ورکړې.

خو یوازې محافظه ګوند نه دی چې له سیاسي توپان سره مخامخ دی. د کارګر ګوند هم د نوي مشر ټاکلو لپاره سیالۍ ته چمتووالی نیسي. د کارګر ګوند په دې خپل منځي ټاکنو کې به د اوسني مشر جریمي کوربین او انجیلا ایګل ترمنځ سیالي کېږي.

تېره ورځ د ګوند غړو پرېکړه وکړه چې د مشرتابه سیالۍ کې د ګډون لپاره ښاغلی کوربین په پارلمان کې د کارګر ګوند د غړو ملاتړ ته اړتیا نلري.

مېرمن ایګل په دې وروستیو کې ویلي، کارګر ګوند نوي مشر ته اړتیا لري. خو د ډېرو په اند اوسنی مشر جریمي کوربېن به یو ځل بیا دې پوست ته وټاکل شي.