افغانستان په ریو اولمپیک کې
-
افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې په خپل مټ د ۲۰۱۶ کال المپیک لوبو کې ونډه یا سهمیه ترلاسه کړي.
-
د افغانستان محمد توفیق بخشي د افغانستان بیرغ د اولمپیک سیالیو پرانیستلو پرمهال جګ نیولی و.
-
افغانستان له ۱۹۳۶ کال راهیسې دولس ځله د اولمپیک نړیوالو دوبنیو لوبو کې ګډون کړی، چې له هغې ډلې یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو سیالیو څخه دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
-
د برازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې سیالۍ کوي.
-
جنوبي امریکا کې پروت برزایل د سږ کال اولمپیک سیالیو کوربه دی.
-
اوسمهال افغانستان درې تنه لوبغاړي په سپینو کارتونو د ریو المپیک سیالیو ته لېږلي دي.
-
د ریو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو کې افغانه ګډونواله کامي یوسف هغه یوازېنۍ ښځینه لوبغاړې ده، چې په دې سیالیو کې یې ګډون کړی.
-
د اولمپیک د پرانیستې مراسم د جمعې په ورځ (اګست پنځمه) د برازیل پر ځايي وخت د شپې اته بجې پیل شول.
-
اولمپیک سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي، چې تېر ځل په ۲۰۱۲ کال د بریتانیا لندن کې ترسره شوې.