BBC
 شاته

د ریو اولمپیک سیالۍ پیل شوې

Image copyright EPA

د برازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې سیالۍ کوي.

د سږ کال اولمپیک سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د کډوالو لوبغاړي په ۲۸ ډوله لوبو کې ګډون کوي.

جنوبي امریکا کې پروت برزایل د سږ کال اولمپیک سیالیو کوربه دی.

د اولمپیک سیالیو پیل (انځورونه)

د اولمپیک د پرانیستې مراسم د جمعې په ورځ (اګست پنځمه) د برازیل پر ځايي وخت د شپې اته بجې پیل شول.

لکه څرنګه چې ویل کېږي د پرانیستې مراسم د بودیجې د کمښت له کبله د تېرو سیالیو په څېر شانداره نه وو.

دغه سیالۍ به تر ۱۶ ورځو پورې دوام کوي.

د ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالۍ داسې مهال پیل شوې، چې څو میاشتې وړاندې پرې څلورو لویو نړیوالو خبرونو سیوری غوړولی دی: د زیکا ویروس، د روسیې ډوپېنګ لوبډله، د سیالیو امنیت او د برازیل کوربه توب.

اوسمهال د اولمپیک سیالیو د امنیت خوندي کولو لپاره د نړۍ څه باندې ۸۵ زره سرتېري ځای پرځای شوي.

Image copyright Getty
Image copyright AP
Image copyright AFP GETTY

دا شمېر په ۲۰۱۲ کال د لندن اولمپیک سیالیو د امنیت نیوونکو دوه برابره دی.

امنیتي ځواکونه د برازیل د اولمپیک ښار، لوبغالي، هوايي ډګر او واټونو کې ځای پرځای شوي.

اولمپیک سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي، چې تېر ځل په ۲۰۱۲ کال د بریتانیا لندن کې ترسره شوې.

په پام کې ده چې د اولمپیک سیالیو کتلو لپاره نژدې نیم میلیون تماشاچیان برازیل ته ولاړ شي.

خو د زیکا ستونزه...

برازیل د زیکار ویروس ځپلو سیمو په زړه کې پروت هېواد دی، چې دغه ویروس د نویو زیږېدونکو ماشوانو پر خلقت منفي اغېز کوي.

ددغه ویروس له وېرې د روغتیا نړیوال سازمان میندوارو ښځو ته سپارښتنه کړې چې برازیل ته د اولمپیک سیالیو لپاره له سفره ډډه وکړي.

خو ویل کېږي چې په اګست کې تر ډېره د غوماشو شمېر کمېږي، همدا ده چې د برازیل د کوربه توب پرېکړه او نېټه پرځای پاتې شوه.

د پیل مراسم په انځورونو کې:

Image copyright Reuters
Image copyright Getty
Image copyright Reuters
Image copyright AFP Getty
Image copyright Reuters
Image copyright Getty
Image copyright AP