د نویو راستانه شویو افغان کډوالو یوه کمپ
لسګونه زره افغان کډوال په تېرو څو اوونیو کې خپل هېواد ته ستانه شوې دي. د افغانستان کډوالو چارو وزارت وايي ډېری یې پاکستان کې د پولیسو له بد چلنده ستړي شوي دي.
افغان چارواکي وايي له دې وروسته له کډوالو سره مالي مرستې کېږي او یوه نمبره ځمکه هم ورکول کېږي.
زموږ همکاره نجماځلا د نویو راستانه شویو افغان کډوالو یوه کمپ ته ورغلې وه.