شاته

داعش ۳۰۰۰ عراقي کلیوال نیولي دي

د مهاجرینو لپاره د ملګروملتونو اداره وايي چې داعش هغه ۳۰۰۰ عراقي کلیوال برمته کړي دي چې غوښتل یې د خپلو سیمو نه کرکوک ته وتښتي.

یو این ایچ سي ار دا هم ویلي دي چې داعش د دغو عراقي کلیوالو نه ۱۲ کسان یې اعدام کړي دي.

رپوټ وروسته له دې نه ورکړل شوی چې د عراق د بشري حقونو د څارنې ډلې وویل چې د داعش وسله والو چې شمیر یې د ۱۰۰ نه تر ۱۲۰ پورې رسیدی ۱۹۰۰ ملکیان نیولي.

د بشري حقونو دغه ډلې ویلي دي چې داعش د ملکیانو نه د سپر په توګه کار اخلي.

یو این ایچ سي ار ویلي دي چې دغه ادارې «داسې رپوټونه تر لاسه کړي دي چې داعش د اګست په څلورمه نیټه په کرکوک پورې مربوط د هویګا د سیمې نه د تر ۳۰۰۰ پورې بې ځایه شوي کسان، چې غوښتل یې د کرکوک ښار ته وتښتي، نیولي دي. داسې ویل کیږي چې [داعش] د نیول شوو کسانو نه ۱۲ تنه وژلي دي.»

امریکا د هغه پوځي ائتلاف مشري کوي چې په داعش باندې په سوریې او عراق کې هوايي بریدونه کوي.

داعش په دغو دوو هیوادونو کې په ۲۰۱۴ کال کې ډیره ځمکه ونیوله. په عراق او سوریې کې د ۲۰۱۶ کال د جولای تر میاشتې پورې ۳.۴ میلیون کسان بې ځایه شوي دي.

که څه هم د داعش نه ډیرې سیمې بیرته نیول شوي خو دغه ډله اوس هم په عراق کې د موصل او په سوریه کې د رقې ښارونو په لاس کې لري.

تیره اونۍ ملګروملتونو د ۲۸۴ میلیون ډالرو غوښتنه وکړه. دغه سازمان ویلي دي چې دغو پیسو ته په دې ضرورت لري چې که د موصل په ښار باندې برید کیږي نو د ملکیانو سره باید مرستي وشي.

دغه سازمان دا خبره هم کوي چې د موصل د ښار د نیولو وروسته به ۱.۸ میلیارد ډالرو ته ضرورت وي.

خو د ملګروملتونو مالي ادارې ویلي دي چې تر اوسه هیڅ هیواد ورسره د پیسو د ورکولو ژمنه نه ده کړې.

یو این ایچ سي ار د موصل په شمال کې د ۶۰۰۰ کسانو لپاره د کمپ د جوړولو کار پیل کړی دی. دغه اداره به یو بل کمپ هم د موصل په شمال لویديځ کې جوړ کړي چې د ۱۵۰۰۰ کسانو کنجایش به ولري.