شاته

د لاله ګل ارزښت او افغانستان کې یې د پېدایښت تاریخچه

خط پر مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کې
دا یې غاښ په خوله کې زېب کا که ژاله شوه په لاله کې

لسګونه کاله پخوا حمید مومند د لاله د ګل د پاکۍ، ښایست او ندرت یادونه کړې ده، کله چې د لاله د ګل نوم اخلو نو حتمي مو ذهن ته د پسرلي موسم، تازه شنه شوې دښته او د لاله د ګلو سور چتر راځي.

ځکه خو د پښتو ادب د اسمان پنځم ستوری الفت وايي:

ټول باغ ژړېدلی ځکه اوښکې دي د ګل په مخ
ډېر لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره

موږ نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه په افغانستان کې د لاله د ګل تاریخچې، ارزښت او پر ولسي ادبیاتو یې تاثیر ته ځانګړې ده، دا خپرونهمحبوب شاه محبوب جوړه کړې او وږمې جبار خیل وړاندې کړې ده.