BBC
 شاته

ډونالډ ټرمپ 'ایران ته د نغدو پېسو ورکړې' له ادعا پر شا شو

Image copyright AP
Image caption د ټرمپ په ګډون یو شمېر جمهوریتپالو د لېږد مخالفت کړی و

د امریکا ولسمشرۍ ته جمهوریت غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ له هغې ادعا په شا شوی، چې ویل یې ایران ته یې د امریکايي ډالرو د ورکړې ویډیو لیدلې.

نوموړي دغه ادعا یوه لاریون کې کړې وه.

وروسته د هغه ملګرو ومنله، چې دغه ادعا سمه نه ده، خو ښاغلي ټرمپ یوه بل لاریون کې دغه ادعا تکرار کړه. ایران ته دغه پېسې هغه مهال ورکړل شوې وې، چې په ایران کې یو شمېر یرغمل امریکایان خوشي شوي وو، خو ولسمشر اوباما ویلي و، دغه پېسې د امریکا او ایران تر منځ د ایران اتومي پروګرام پر سر له جوړ جاړي سره تړلې وې.

د اتومي هوکړې اړوند وې.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ادعا سپیناوی وکړ، چې کومه ویډیو ده لیدلې په هغه کې یرغمل کسان خوشي شوي ، خو د پېسو ورکول نه پکې ښکاري.

سپینې ماڼۍ جنورۍ میاشت کې ویلي و، له ایران سره د اتومي هوکړې له مخې ۱۷ میلیادره ډالر بېرته ایران ته ورکوي.

روانه اونۍ د یوې ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، چې ایران ته هغه مهال ۴۰۰ میلیونه ډالر لېږدول شوي وو، چې څلور امریکايي زندانیان خوشي کېدل.

د ښاغلي ټرمپ په ګډون یو شمېر جمهوریت غوښتونکو د لېږد مخالفت کړی و. ولسمشر اوباما د پېسو لېږد او د زندانیانو خوشي کېدو تر منځ هر ډول تړاو رد کړی.

د ښاغلي اوباما په وینا:

''موږ د یرغمل کسانو بدل کې پېسې نه ورکوو.''

د نوموړي په وینا دسختو اقتصادي بندیزونو له کبله یې دغه پېسې نغدې ورکړې.

ویډیويي کلیپ

د چهارشنبې په ورځ ښاغلي ټرمپ ویلي و، چې د پېسو ورکړې ویډیويي کلیپ یې لیدلی.

خو د پنجشنبې په ورځ د نوموړي ټاکنیز کمپاین کارکونکو اعتراف وکړ، چې داسې څه نه و شوي.

د کارکونکو په وینا ټرمپ د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو ویډیو یادوله. خو په همدې ورځ ټرمپ یوه بل لاریون کې دغه خبره تکرار کړه.

د جمعې په ورځ بیا نوموړي خپله ادعا بدله کړه او په یوه ټویټر پیغام کې ولیکل:

''هغه الوتکه چې ما پر ټلویزیون ولیده هغه الوتکه نه وه، چې ایران ته یې ۴۰۰ میلیونه ډالر لېږدول، بلکې سویټزرلنډ کې له یرغمل کسانو ډکه الوتکه وه.''

روانه اونۍ د ټرمپ لپاره ګرانه تېره شوه. په هغه نظر پوښتنه کې، چې تېره اونۍ د دیموکرات ګوند له کنوانسیون وروسته وشوه، د نوموړي سیالې هیلري کلینټن د هغه پرتله د پام وړ پرمختګ کړی.