د کوټې سوکوهنکی وايي حکومت ورسره مرسته نه کوي
د کوټې یو ۲۷ کلن محمد وسیم په دې وروستیو کې د سوکوهنې په يوې نړيوالې اتلولۍ کې چې په کوریا کې شوې وه، د سپينو زرو مډال ترلاسه کړی دی. خو دغه ځوان بوکسر وايي، د پاکستاني حکومت لخوا ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.
محمد وسیم وايي، که د پاکستان دولت ورسره مرسته وکړي، په راتلونکي نومبر مياشت کې به د امریکا په لاس ویګاس ښار کې په يوې لويې سیالۍ کې ګډون وکړي او د سیمې نوم به روښانه کړي.
دغه ځوان بوکسر له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وویل، د پاکستان پر ځای يې د کوریا یو وګړی مالي مرسته کوي او د نړیوالو سیالیو لپاره ورته زمینه برابروي.
محمد وسیم زیاتوي، د بلوچستان اعلی وزیر نواب ثناالله زهري او په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پوځ مشر ورسره ژمنې کړې، چې په امریکا کې د راتلونکې سیالۍ لپاره به يې هرممکنه مرسته وکړي.
محمد وسیم وايي، دغه لوبه چې راتلونکي نومبر مياشت کې به د امریکا په لاس ويګاس ښار کې کېږي ډېره خواري غواړي او لوی مالي لګښت غواړي.
د محمد وسیم په خبره په کوټه ښار کې د سوک وهنې ډېر ځوانان لوبغاړي شته خو هلته ددغې لوبې لپاره د لوبغالي نشتوالی لویه ستونزه ده.
دده په خبره دا چې هلته نورې لوبې ډېرې نه کېدې نو ده همدې د سوک وهنې لوبې ته مخه کړه او له ماشومتوبه يې مینه هم ورسره وه.