شاته

فیصل: د بروکسل کنفرانس ته د ټاکنو د نیټې له اعلان پرته نه شو تللی

د ملي یووالي د حکومت چارواکي وایي، د ټاکنیزو اصلاحاتو او د پارلماني ټاکنو لپاره د نیټې د اعلان پرته د افغان حکومت مشران د اکتوبر په میاشت کې د بروکسل په نړیوال کنفرانس کې ګډون نه شي کولی.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ سره په مرکه کې د ټاکنیز بهیر د اصلاحاتو په برخه کې د ځنډ پړه په ملي شورا واچوله او ویې ویل، چې حکومت له خپله اړخه د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره څو ځلې اقدامات کړي چې مخه یې د ملي شورا له خوا ډپ شوې ده.

ښاغلي فیصل وویل " یوه مسله ډیره څرګنده ده چې مونږ د بروکسل کنفرانس ته بدون له اصلاحاتو او د انتخاباتو لپاره د نیټې د تعین پرته نشو تللی، دا یوه اساسي مسله ده، حیاتي مسله ده حکومت پلان دادی چې د پارلمان په اوسنیو رخصتیو کې په دې اړه عملي قدمونه واخیستل شي او بالاخره دغه مسیر طې شي ".

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري هم وایي، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې افغان حکومت یو لړ ګامونه اخیستي دي، چې له مخې به یې د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر ډیر ژر بیرته دوام ومومي.

ښاغلي جخانسوري وویل " د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنو ترسره کولو په برخه کې حکومت کلکه ژمنه لري، د تقنیني فرمان د رد وروسته حکومت پر اساسي قانون د څار له محترم کمیسیون څخه نظر وغوښت چې محترم کمیسیون خپل نظر وړاندی کړ چې د هغې په تعقیب د حکومت د رهبرۍ په کچه غونډه وشوه او د کمیسیون د نظر پر اساس به ژر بنیادي، حقوقي او اجرایې اقدامات ترسره شي".

د افغانستان د ټاکنیز نظام اصلاح د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د سیاسي موافقې یو عمده ټکی و.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د بهیر د ځنډ له امله نړیوالې ټولنې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د روان هجري شمسي کال په لومړیو کې د پارلماني ټاکنو لپاره د چمتوالي سره سره دغه کمیسیون سره خپلې مالي مرستې بندې کړې.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر فرانز میلیبن د امریکا غږ په ګډون د خبریالانو یوې ډلې ته وویل، چې د افغان حکومت له خوا ټاکنیز اصلاحات د فساد سره د مبارزې ترڅنګ له دغه حکومت څخه د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده.

ښاغلي میلیبن وویل " زمونږ تمه داده چې افغان حکومت به د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د یو مضبوط پروګرام سره کنفرانس ته راشي، کوم څه چې مونږ ته ډیر اهمیت لري هغه دا دي چې د اصلاحاتو په هرپروګرام چې وي د راتلوونکو ټاکنو لپاره یوه پراخه سیاسي ملاتړ ولري ".

د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې د افغان حکومت څخه د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د خبرو پرځای د عمل غوښتنه کوي.

د شفافو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې رئیس محمد نعیم ایوب زاده وایي " متاسفانه حکومت تل په خبرو تکیه کړې ده، خو په عمل کې یې څه نه دي کړي، زمونږ تمه داوه چې څومره ژر چې ممکن وو، دریم فرمان به صادر شوی وې او مونږ به د غوراوي د کمیتې د جوړیدلو شاهد وو، خو له بده مرغه داسې ښکاري چې حکومت د برکسل کنفرانس ته کار کوي نه د افغانستان خلکو ته ".

ټاکل شوې چې د بروکسل کنفرانس د روان کال د اکتوبر په پنځمه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې جوړ شي.

افغانستان تمه لري چې په دغه کنفرانس کې به نړیواله ټولنه ددغه حکومت د اقتصادي او پرمختایي پروګرامونو څخه د ملاتړ لپاره د ۲۰۱۷ کال څخه وروسته د نورو پنځه کلونو لپاره پیسې او مالي امکانات برابر کړي.