ډوپېنګ: د روسیې ۲۷۱ لوبغاړو ته په اولمپیک سیالیو کې اجازه ورکړل شوه
د برازيل په ريو دي جينېرو کې د ۲۰۱۶ کال اولمپیک سياليو له رسمي پلېدو وړاندې د اولمپيک ملي کمېټې په دغو سياليو کې د روسيې ۲۷۱ لوبغاړو ته د برخې اخيستو اجازه ورکړه. په روسیې تور و چې پخوا یې ځینو لوبغاړو ډوپینګ یا منع شوي درمل کارولي و.
اوس به له درېو دوه برخې هغه لوبغاړي چې د روسيې له خوا اولمپيک سياليو ته معرفي شوي وو په دغو سياليو کې برخه اخلي.
دغه پرېکړه د ډوپېنګ پر ضد نړيوالې ټولنې (واډا) د غوښتنې خلاف شوې ده. واډا د اولمپيک له ټولنې غوښتې وو چې د ډوپېنګ سره د مبارزې په موخه بايد د روسيې ټول لوبغاړي سږکال له دې سياليو بې برخې شي.
خو د اولمپيک کمېټې له خوا ټاکلې شوې درې کسيزه ډلې د دغه هېواد ۱۸ نښه ويشتونکي، ۱۱ سوکوهونکي، ۸ د ټېنس لوبغاړي، ۶ کښتۍ ځغلوونکي، ۵ د اس ځغاستې لوبغاړي او ۳ غشي ويشتونکي چې وړاندې يې په اولمپيک سياليو کې د ګډون اجازه ترلاسه کړې وه يو ځل بيا ورته په ریو سیالو کې اجازه ورکړل شوه.
د اولمپيک نړيوالې کمېټې، نړيوالو فدارسيونونو ته واک ورکړی و چې د روسي لوبغاړو په اړه غوڅه پرېکړه وکړي، په دې اساس دوزن پورته کولو نړيوال فدراسيون د روسيې د وزن پورته کولو ۸ لوبغاړي اولمپيک سياليو کې له برخې اخيستو محروم کړل.
له دې سره د روسيې د اولمپیک کمېټې ژمنه کړې چې د دغه هېواد لوبغاړي به د اولمپيک په دغو سياليو کې تر ټولو "پاک" وي.
د روسيې د اولمپيک کمېټې رييس الکساندر ژوکف ويلي. د روسیې لوبډله له ډېرو ازموينه سره مخامخ شوې او له دې امله به دغه ډله په اولمپيک سياليو کې له ډوپینک او یا نورو منع شویو درملو کارولو په بشپړه توګه پاکه وي.