BBC
 شاته

ایا افغانستان سیلانیانو ته خوندي ځای دی؟

تاسو د افغانستان د خلکو او پر واوره د ښویېدو لوبه نه شئ سره تړلیی، خو بامیان هر کال د دغې سیالۍ شاهد وي
Image caption تاسو د افغانستان د خلکو او پر واوره د ښویېدو لوبه نه شئ سره تړلیی، خو بامیان هر کال د دغې سیالۍ شاهد وي

په افغانستان کې پر سیلانیانو د طالبانو وروستی برید، چې لږترلږه ۶ کسان پکې ټپیان شول، د لسیزو جګړو ځپلي افغانستان کې لومړی برید نه دی.

که څه هم په وروستیو کې د افغان ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه تر پخوا لوړه شوې ده، خو پر سیلانیانو بریدونه ډېر کم رامنځ ته کېږي.

ځینې پر دې اند دي چې افغانستان ته هر راز سیلانیان ورتلی شي، خو په لوېدیځ کې د سیاحت ځینې اړوند شرکتونه وايي، دغه هېواد ته، چې یوازې تېر کال تر ۱۱ زرو ډېر ولسي وګړي وژل شوي دي، د سفرونو اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سیاحت نړیوال سازمان ته د افغان حکومت له خوا هېڅ داسې شمېرې نه دي ورکړل شوې چې ایا دغه هېواد ته څومره سیلانیان ورځي، نو ګرانه ده چې سړی کره کړي دغه هېواد ته څومره سیلانیان ورځي.

خو د کابل حکومت دغه سازمان ته یوازې د سیلانیانو د لګښت اړوندې شمېرې ورکوي.

په دې شمېرو کې ښکاري چې د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې د سیلانیانو د لګښت ۱۶۸ میلیون ډالرو کچه په ۲۰۱۴ کال کې ۹۱ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې وه.

کابل کې د افغان لوژیستیک او سیاحت د شرکت مشر مقیم جمشیدي بي بي سي ته وویل، په ۲۰۰۱ کال یوازې شاوخوا ۳۰۰ سیلانیانو ددغه شرکت له خدماتو ګټه اخیستې ده، خو ددغه شرکت د خدمتونود کاروونکو سیلانیانو شمېر په کال کې ایله ۱۰۰ کسان دی.

دا شرکت د هېواد په نسبتاً خوندي سیمو کې سیلانیانو ته د سفر زمینه برابروي.

Image caption بامیان، چې طالبانو پکې د بودا مجسمه والوځوله، د سیلانیانو لپاره نسبتاً خوندي سیمه ده
Image caption افغان سیلانیان له بامیانو ښار بهر له منظرو خوند اخلي

په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالو له کبله د مرګ ژوبلې په لوړېدو سره د سیلانیانو شمېر هم کم شوی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته د افغانستان ډېری برخو ته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې چې وايي "هلته جدي ترهګریز ګواښ شته".

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، "افغانستان کې د تښتونې، پوځي عملیاتو، سړک غاړې ماینونو او د بېلابېلو سیاسي او قومي ډلو ترمنځ د شخړو او جګړې او بریدونه او ځانمرګو بریدونو ګواښ شته".

افغان خبریال بلال سروري، چې په هېواد کې د سیاحت برخه کې کار کوي، وايي سیاحت کوونکي اوس د افغانستان د لیرو سیمو له کتلو بې برخې دي:

"دا چې د بریتانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونه وايي افغانستان ناامنه دی، تر دې حده هم خطر ډېر نه دی. افغانستان د سري لانکا، او مالدیپ په شان ناامنه نه دي او د بېلګې په توګه د لیبیا او سوریې په شان هم خطرناک نه دی".

"ډېرې داسې سیمې شته چې هلته په پوره ډاډ سیلانیان ورتلی شي، تر کابل ته د هوا له لارې سفر تر ټولو خوندي دی، بیا الوتکه کې بامیانو او هرات ته سفر کول هم هېڅ ستونزه نه لري".

Image caption د بند امیر شاوخوا د اوبو څڅوبی

دی زیاتوي "د افغانستان غرونه، دښتې او کوچني بندونه سیلانیان ځان ته ورکاږي".

د ویلو ده چې د افغانستان لوېدیځ کې پر سیلانیانو د وروستي برید پرمهال له دوی سره امنیتي کسان هم مل وو.

Image caption د هرات لوی جومات کې د اختر لمونځ

بل خوا، په بي بي سي کې د نړیوالو ایډیټرانو مشره لیز دوسیت چې له ۱۹۸۸ کال راهیسې هر وخت دغه هېواد ته ځي، وايي "ځینې داسې سیمې ته چې طالبان پکې نه شته، چې سیلانیان پکې د ولسي افغانانو له مېلمه پالنې خوند خلي، هلته زړه راښکونکې منظرې کتلی شي او په نسبتاً ښو هوتلونو کې اوسېدلی شي".

دا وايي، ګواښ په یوه ځای په اوسېدو کې نه دی، سیلانیان باید بېلابېلې سیمې وګوري "داسې نه شئ ویلی چې ټول هېواد ناامنه دی، هلته باید د سیمې وضعیت ته سړی وګوري".

"که ایټالیا ته هم د سفر هوډ لرئ، باید هماغه پوښتنې درسره وي چې د افغانستان په اړه یې لرئ، خو باید پوره معلومات ولرئ".

Image caption هرات کې د زعفرانو افغان ښځینه کارکوونکې