د عکسونو البوم: د ريو اولمپيک لوبغالي
-
BBC
د اولمپيک ۲۰۱۶ کال سيالۍ د برازيل ريو ډي جنيرو په څلورو سیمو کې ترسره کېږي، چې په هغو کې ډيوډورو، برا، کوپاکبيانا او مارکانا شامل دي. په مارکانا کې د فوټبال يو مشهور لوبغالی هم شته چې ټاکل شوې په هغه کې به د دې لوبو د پيل او پای مراسم ترسره شي.
-
BBC
ټاکل شوې چې د اولمپيک اينګينهاو لوبغالي کې به د فوټبال تر څنګ د منډې وهلو سيالۍ هم ترسره شي.
-
BBC
د اولمپيک هاکي او زلمیانو لوبغالي کې به د تورې وهلو سیالیو تر څنګ د ښځينه باسکټبال ټورنمېنټ ګروپي سيالۍ هم ترسره شي.
-
BBC
د کيريوکا ودانۍ چې د ريو په برا دا ټيجوکا سيمه کې ده، دلته به د باسکټبال، تورې وهلو، جوډو، تيکوانډو او غېږې نيولو لوبې ترسره شي.
-
BBC
د بډمېنټن، سوکوهنې، ټېبل ټېنس او وزن جګولو ټولې سيالۍ به په ريو سېنټرو کې ترسره شي.
-
BBC
دا د بونټيل سيمه ده چې د بايسکل ځغلونې او چټک ګام اخيستو سيالۍ به په کې پيل او پای ته ورسېږي.
-
BBC
د جمناسټيک لوبې به د ريو اولمپيک لوبغالي کې ترسره شي.
-
BBC
دا د ايرينا ډې ولي ډي پرايا تصوير دی، دلته به د سمندرغاړې واليبال لوبې تر سره کېږي.
-
BBC
د دغه تصوير کيڼ اړخ ته د اولمپيک بي اېم اېکس مرکز او د سپينو اوبو لوبغالی ليدل کېږي.
-
BBC
پر غره د بايسکل ځغاستې سيالۍ به دلته ترسره کېږي.
-
BBC
کوپکبانا هغه ځای دی چې اوږده لامبو او پر سړک د بايسکل ځغلونې سيالې به په کې ترسره کېږي
-
BBC
پر پټلۍ بايسکل ځغلونه به د اولمپيک پارک په نوي جوړ شوي لوبغالي کې کېږي.
-
BBC
غوټه وهل، لامبو وهل او د اوبو پولو لوبې به په ماريا لينک ايکواټکس لوبغالي کې ترسره شي.
-
BBC
د ۲۰۱۶ کال اولمپیک سياليو پر مهال به هره ورځ د لسبال لوبې ترسره کېږي، دغه لوبې به د اګست پر شپږمه په فيوچر لوبغالي کې پيل شي.
-
BBC
ټاکل شوې چې په دغه لوبغالي کې به د رګبي اووه سيالۍ ترسره شي.
-
BBC
ټاکل شوې چې د کښتۍ ځغلولو سيالۍ به د ګوانابارا په مرينا دا ګلوريا کې ترسره شي.
-
BBC
ريزروا دا مرپنډي ډګر د امريکايي ګېل هنس ډيزاين کړی او د جوړولو چارې يې په ۲۰۱۳ کال کې پيل شوې وې.
-
BBC
اولمپیک ايکويټکس لوبغالي کې به ټولې ۳۲ سيالۍ ترسره شي چې په هغو کې د ۲۰۰ مترو نيمه پايلوبې او ټولې پايلوبې شاملې دي.
-
Getty
په دغه لوبغالي کې به د غشې ويشتنې او اوږدې منډې سيالۍ ترسره کېږي.