BBC
 شاته

د پاکستانۍ چورلکې د ورکې شوې عملې موندلو لټون پیل شوی

Image copyright AFP

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، د افغانستان پلازمېنې کابل څنګلوري لوګر ولایت کې د پاکستاني چورلکې د نیول شوې عملې په اړه یې له ولسمشر غني سره خبرې کړې او هغه ډاډ ورکړی چې د عملې د خوندي کولو لپاره به له وس سره سمې هلې ځلې وکړي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي برخې مشر جنرال عاصم باجوه پر خپل ټویټر لیکلي، پاکستان له ولسمشر غني وغوښتل، چې د پنجاب ایالت د حکومتي چورلکې د عملې موندل او خونديتابه لپاره همکاري وکړي.

دی وايي، ولسمشر غني او افغان ملي پوځ د چورلکې د غړو خوندي کولو لپاره لاس په کار شوي دي.

ښاغلی باجوه وايي، دا چورلکه د تېرې پنجشنبې په ورځ د ازبکستان له لارې روسیې ته پر لاره وه چې لوګر ولایت کې له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوه.

نوموړی زیاتوي، افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ماموریت له مشر جنرال نیکولسن سره هم په دې اړه خبرې کړې او له هغه یې هم د چورلکې د عملې موندلو لپاره مرسته غوښتې ده.

بل خوا، د افغانستان د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، الوتکې د لوګر ولایت په یوه غرنۍ سخته سیمه کې کښېناستو ته اړ شوې ده، چې بالاخره د حکومت مخالفو وسله والو برید پرې وکړ ، پیلوټ او څلور نور سپاره یې ونیول.

Image copyright TW
Image caption عاصم باجوه وايي، ولسمشر غني او افغان ملي پوځ د چورلکې د غړو خوندي کولو لپاره لاس په کار شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري وايي، روسیې ته د افغانستان له هوايي حریم نه د پاکستانۍ چورلکې د تېرېدو اجازه د بهرنیو چارو او هوايي چلند وزارتونو له خوا ورکړل شوې وه.

سرچینه وايي، دفاع وزارت خپلو منسوبینو ته امر کړی، چې د چورلکې د تښتول شویو سپرو د موندلو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.