شاته

ځوانان پخواني هنرونه راژوندي کوي

افغان ځوانان د څو لسېزو جګړو او اوس بیا د ټیکنالوژي د ډېر استعمال له وجې د هنرونو په زده کولو پسې ډېر نه دي ګرځېدلي.

د خطاطي، نقاشي، میناتوري، حکاکي او یو شمېر نور هنرونه برخه ورځ تر بلې خوارېږي، خو په همداسې یوه حالت کې فېروزه کوه انسټېټیوټ هڅه کوي چې د افغان ځوانانو په ګوتو دغه هنرونه بیا راژوندي او وپالي.

فېروزکوه انسټېټیوټ ۱۱ کاله مخکې خپل فعالیت پیل کړی او تر دې دمه یې ګڼ ځوانان روزلي دي.

په دې تاندې څانګې د میناتورۍ او خطاطې برخې له زده کوونکو او استادانو سره یې غږېدلي یو.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:facebook.com/TandySangy

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي: