BBC
 شاته

ډان: شریف د متقاعدو پوځیانو موندل غواړي

Image copyright APP
Image caption ورځپاڼه د پاکستان د پوځ د ویاند له قوله لیکي چې د دوی لوی درستیز راحیل شریف افغانستان کې د امریکا له پوځي قومندان جنرال نیکولسن سره اړیکه نیولې چې د دوی په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

ډان

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د افغانستان لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ کې د نسکورې شوې پاکستانۍ چورلکې په هکله لیکلي چې د پوځ نه چې د پنجاب د حکومت وه او ازبکستان ته د ترمیم لپاره روانه وه.

ورځپاڼه د پاکستان د پوځ د ویاند له قوله لیکي چې د دوی لوی درستیز راحیل شریف افغانستان کې د امریکا له پوځي قومندان جنرال نیکولسن سره اړیکه نیولې چې د دوی په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د پوځ ویاند تایید کړې چې چورلکه کې شپږ مُتقاعد پاکستاني پوځیان او یو روسی سپاره ول.

د بریتانیا چاپ ډېری ورځپاڼو یو شمېر مطلبونه په دغه هېواد کې پرون پلازمېنه لندن کې د چړې یوه برید ته ځانګړي کړي چې پکې یوه امریکايۍ مېرمن ووژل شوه او پنځه کسه نور ټپیان شول.

ګارډین

Image copyright PA
Image caption د ګارډین په لیکنه وژل شوې مېرمن ډارلېن هارتن نومېدله چې لندن کې یې د څه مودې لپاره یوه کورس ته درس ورکوه، خو امریکا ته له تلو یوه ورځ وړاندې ووژله شوه.

ګارډین ورځپاڼه لیکي اوس د لندن پولیس تاییدوي چې د دغه برید ترشا کومه ترهګره انګېزه نه وه. د پېښې په تړاو پولیسو یو ۱۹ کلن سومالیایی نیولی چې د ناروې لري.

د ګارډین په لیکنه وژل شوې مېرمن ډارلېن هارتن نومېدله چې لندن کې یې د څه مودې لپاره یوه کورس ته درس ورکوه، خو امریکا ته له تلو یوه ورځ وړاندې ووژله شوه.

ډېلي ټېلېګراف

ډېلي ټېلېګراف بیا لیکي چې دغې پېښې ټولو خلکو ته ډار ورواچوه او اوس د لندن په کوڅو او بازارونو کې ګڼ شمېر پولیس له وسلو سره ګرځي چې داسې وضعیتونه بریتانیا کې کم ساري دي.

ټایمز اف انډیا

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه خبر ورکوي چې د اسرائیلو پارلمان داسې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې اجازه لري ماشومان هم بندیان کړي.

Image copyright AP

ورځپاڼه لیکي که تر ۱۴ کم عمره ماشوم د ترهګرۍ د جرم په تور ونیول شي نو بندي کول یې اوس قانوني کار دی. بیا هم قاضي کولی شي پرېکړه وکړي چې نیول شوی ماشوم په بند محکوم کړي که نه.

ټایمز اف انډیا له هغو کسانو نقل کوي چې د دغه قانون پلویان دي چې ویلي یې دي دوي داسې پېښې لیدلي چې ۱۱ کلونو ماشومانو ځانمرګی برید کړی نو ښايي دا قانون د هغو کشرانو مخه ونیسي چې نور قتل عام کوي.

ورځپاڼه د اسرائیلو هغه قانون ته هم اشاره کوي چې که څوک د تیږو غورځولو یا وارولو په تور ونیول شي، آن که د کوم بل نیت درلودلو تور هم پرې ثابت نشي، د لسو کلونو لپاره بندي کېدی شي.